افغانستان فوټبال لوبډلې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام مقدماتي لوبو کې کمبودیا ته ماتې ورکړه
عــزم (26 غبرګولی 1394) دفوتبال ۲۰۱۸ کال نړیوال جام مقدماتي لوبو کې افغانستان د فوټبال لوبډلې د خپل سیالې کمبودیا لوبډلې ته په ۱-۰ کې ماتې ورکړه .
افغانستان د فوټبال نړیوال جام د غوراوي په دویمه سالۍ کې چې کمبودیا يي کوربتوب کاوه ماتې ورکړه ، او لومړۍ لوبه يې سوريې سره چې افغانستان لوبډلې ته يې په ۶-۰ کې ماتې ورکړېوه .
افغانستان تر دې دمه په خپل تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې بری تر لاسه کوي،چې د درې نمرو په ګټلو سره افغانستان لوبډله د درجه بندې په (E) ګروپ کې دریم ځای کې قرار لري .
د افغانستان د فوټبال وتلی لوبغاړی او ګول ساتونکی منصور فقیر یار په دغه لوبه کې ټپي وه پر ځاي يي فریدون کوهستان د ګول ساتنه کوله .
د لوبې لومړۍ نيمايي کې افغانستان ته د ګول ډېر چانسونه برابرشول خو ونه توانيدل چې ګول ووهي، سیالې لوبډلې باندې د افغان لوبډلې زورور بریدونه وکړل تر اخري شېبو پورې لوبه مساوي روانه وه، په پای شېبو کې مصطفی ځاځي د ۸۶ مه دقیقې په برید کې یو ګول ترلاسه کړ او لوبه يي پخپل نوم کړه .
راتلونکې لوبه به افغانستان له جاپان سره کوي او وروستۍ لوبه به يي له سنګاپور سره وي .
حماس افغان