امریکا، دتور پوستوپه کلیسا په برید کي ۹تنه وژل شوي

دامریکا دجنوب ختیځ کارولینا ایالت په چارلسټن ښار کي دتور پوستو په کلیسا وسله وال برید ترسره شوی، چي په ترڅ کي يې ۹ تنه وژل شوي دي.

ځايي پولیسو ویلي، چي برید تیره شپه ناوخته په داسي مهال رامنځ ته شو، چي په کلیسا کي ګڼ شمېر کسان موجود وو.

چارواکو ویلي، چي بریددیوه سپين پوستي له لوري دچارلسټن په ښار کي په ايمينوئل افريقايي ميتهوډسټ کلیسا شوی دی، دغه کلیسا افریقايي عیسایانو ته ډیر محبوبیت لري او ډیره پخوانۍ کلیسا بلل کیږي.

له پيښي وروسته سیمي ته پولیس رسیدلي او دپيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.

دچارلسټن ښار دپولیسو مشر  ګريګري ميلن ویلي، چي دا یو توکمیز جرم دی.

پولیسو ویلي، چي دپيښي په تړاو يې دیوه  ۲۱ کلن سپين پوستي پسې پلټني پيل کړي دي، خو تراوسه نیول شوی نه دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button