بيدار، اربکیانو ماشومان په خپلو لیکو کي جذب کړي

دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چي اربکيان خپلو ليکو ته ماشومان جذبوي.
دیاد کمیسیون مشر رفيع الله بیدار ویلي، چي اربکیان له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته کوي.
نوموړي ویلي، چي اربکیان دهیواد په شمال او شمال ختیځو سیمو کي له قانون څخه سرغړوني کوي او غیرقانوني کړني ترسره کوي.
دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون مشر داربکیانو په اړه دغه خبري په داسي مهال کوي، چي دهیواد له بېلابېلو سیمو څخه داربکیانو دظلمونو او ناوړه کړنو په اړه وخت ناوخته شکایتونه اوریدل کیږي.
عادل خپلواک