د پوچک/تولیو  تجارت دافغانانو ژوند ګواښي

خالد افغان زوی

د شعبان د میاشتې د پنځلسمې سکڼی ماښام و،په کور کې ناست وم چې ناڅاپه د کلي د څنګ له پوستو څخه د درنو او سپکو وسلو ضربې پیل شوې،اسمان د مرمیو شور په سر واخیست،او دکلیوالو په کورونو،کروندو او میشت ځایونو د اور د غونډارو راوریدل  پیل شول،کلیوال اوس د دولتي عسکرو ، پولیسو او اربکیانو له دغه ډول بي ځایه ضربو او مرمۍ ویشتلو سره بلد دي،او هر یو کوښښ کوي چې د خپل سر دامن په خاطر د کور اطاقونو ته پنا یوسي، ځکه په تیرو څو کلونو کي یي بیا بیا له دغسې ړندو حکومتي ضربو څخه تلفات لیدلي او ګن شمیر، ماشومان ،ځوانان او ښځینه یي ورباندې شهیدان او ټپيان شوي دي .

د مرمیو ضربې تر ډیرو روانې وې،چې زیاتره په کې د پیکا، دهشکې او زیکویک ماشیندارو ضربې وې،چې د کلیو له منځه وتلې لویې لارې په سر دحکومتي عسکرو له پوستو څخه  فیر کیدلې،شیبه وروسته مې د کلي له یوه اوسیدونکي پوښتنه وکړه،چې دا ضربې د څه شي دي؟ آیا جنګ دی که کوم بل څه ؟

کلیوال ځواب راکړ چې جنګ نه دی بلکې د شب برات شپه ده، او حکومتي عسکر خو اوس له خدایه یوازې همدومره بهانه غواړي چې مرمۍ په کې وولي.

ده وویل چې حکومتي عسکر اوس له طالبانو سره په جنګ کې دومره مرمۍ نه فیر کوي لکه هسې خوشې یي چې بادوي،که د برات شپه وي،یا د اختر یا روژې رابریدلو شپه وي یا کوم بل حکومتي مناسبت وي، نو د پوستو عسکر یي د زرګونو مرمیو په ویشتلو لمانځي.

له دې پرته که د پوستو په خوا کې یا عمومي سرک باندې کومه د واده  ورا تیریږي یا کوم حاجي له حج څخه راځي هم د پوستو عسکر پرته د هغوی له غوښتنې ورته  په زرهاوو مرمۍ فیر کوي، او بیا په مقابل کې ښه درنه شیریني ترې غواړي .

خو د دغسې ړندو مرمۍ ویشتلو اصلي موسم هغه وي کله چې د افغانستان د کرکټ ټیم په کوم ټورنامنټ کې په لوبو بوخت وي، چې هغه مهال بیا د پوستو بې بندوباره عسکر د کرکت لوبغاړو دهرې څلوریزې یا شپږیزې له وهلو سره د کلیو په خوا د دهشکې یوه ضربه وهي، او که  دافغانستان ټیم کومه ویکټه واخلي یا له مقابل جانب څخه لوبه وګټي نو بیا خو له بیلابیلو پوستو او بیسونو څخه د مرمۍ ویشتلو داسې  نمایش پیل شي چې هیڅوک له  کور څخه سر بهر نه شي ایستلی .

داچې اوس په زیاتره کلیوالو سیمو کې د کرکټ بریا او په کلیو دمرمیو باران سره تړلي دي،زیاتره کلیوال د افغان ټیم د لوبې په وخت دا دعاکوي چې خدایه پرې ویي بایلې چې سرونه او مالونه  مو د پولیسو له مرمیو په امن شي.

شاید ځیني خلک فکر وکړي، چې د پوستو پولیس او اربکیان به د افغانستان د کرکټ له بریا سره ډیره دلچسپي لري او یا هم د برات او اختر شپې ورته ډیرې محترمې دي نو ځکه یي په مرمۍ ویشتلو لمانځي، خو خبره داسې نه ده بلکې ددې ماشوړې سر بل ځای بند دی او اصلي خبره بل ځای پټه ده.

د کلي اوسیدونکي راته د پولیسو لخوا د بي ځایه مرمۍ ویشتلو د اصلي علت په اړه وویل: چې اوس په لویه  کچه د پولیسو او حکومتي قواوو لخوا د مرمیو د پوچک یا تولیو تجارت روان دی، د قانون له مخې  حکومتي عسکر او پولیس روغې مرمۍ  په ښکاره نه شي خرڅولای ،مګر د مرمیو د پوچکو ورته اجازه ورکول شوې چې خرڅې یي کړي، د شلکا او ځینو درنو ماشیندارو یو ډول تولۍ له زیړو جوړې شوي دي چې یو کیلو یي په دوه سوه افغانۍ خرڅیږي، دغه راز نورې عادي تولۍ هم د اوسپنې په بیه خرڅیږي او ډیرې پیسې جوړوي، د پوستو پولیس ددې لپاره چې دخرڅلاو وړ ډیر پوچک ذخیره کړي، نو د مرمیو ویشتلو ته هسې بهانه غواړي، دوی د مرمۍ  د مردکیو په غم کې نه دي چې چیرې ځي او څوک ورباندې لګیږي مګر د مرمیو خالي پوچک په ډیر اهتمام سره ذخیره کوي، ترڅو یي د اوسپنې په بیه خرڅې کړي او پیسې یي جیب ته کړي .

په اصل کې د مرمیو د خالي پوچکو تجارت او د پولیسو جیب ته ورتلونکې ګټه یې ددې باعث شوي چې به بې دفاع سیمو د بي ځایه مرمیو اورول ورځ تر بلې پسې زیات شي، په کلیوالو سیمو دغسې د مرمیو بې وخته ورښتونو کلیوالو افغانانو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي، دغه مرمۍ که له یوې خوا انسانان او حیوانات وژني، او د کورونو،فصلونو ، موټرو او نورو  اشیاوو د تخریب  لامل ګرځي، له بلې خوا د ماشومانو د ویرولو او رواني ستونزو باعث هم ګرځي.

اوس چې دګرمۍ موسم دی دافغانستان په یو شمیر سیمو کې خلک په بامونو ویده کیږي خو د عسکرو د ړندو مرمیو له ویرې افغانان په ډاډه زړه تر اسمان لاندې خوب نه شي کولای،له بلې خوا په اوس وخت کې  دافغانستان په اطرافي سیمو کې د لمریزې بریښنا څخه استفاده خورا زیاته شوې ده، او د چینایي ارزان بیه سولر هندارو راتګ دغه بهیر نور هم چټک کړی چې ډیر کورونه یي د بریښنا له نعمت څخه برخمن کړي دي، زیاترو افغانان د ځمکې له تل څخه د اوبو د راایستلو لپاره له همدې  بریښنایي هندارو استفاده کوي، دوی د ګڼ شمیر هندارو  یو تخت جوړوي  چې په ازاده فضا کې له لمر څخه انرژي تر لاسه کړي، خو داسې ډیر پیښیږي چې د پوچکو د تجارانو  ړندې مرمۍ په همدې بریښنایي تخته ولګیږي او ټول سیستم له کاره وغورځوي ، او غریب کلیوال له لوی مالي زیان سره مخامخ کړي .

زموږ په هیواد کې زیاتره ستونزې له دې راپیښیږي چې یو څوک د خپلې ادنی ګټې لپاره د بل مسلمان لوی ضرور په پام کې نه نیسي، د حکومتي عسکرو لخوا په کلیو د مرمیو ورول هم همداسې ستونزه ده،چې دولتي قواوو په کې خپل لږه ګټه سنجولې نور د اولس په غم کې نه دي چې له دې مرمیو څخه ورته څومره زیات تاوان رسیږي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button