د هند حکومت په نظام کې د غویو لپاره وزارتخانه رامنځته کوي
[احمد سعید]
د هند حکومت ځیني لوړ رتبه چارواکې او سازمانونه لومړي وزیر نارندرا مودي ته وړاندیز کړی، چې د غویو د حفاظت او تقدس لپاره دي په نظام جلا وزارتخانه جوړه شي، وال استریت جورنال د ځینو هندي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه ابتکار لومړي ځل د هندوانو نړیوالي شورا لخوا پیشنهاد او ورسته بیا د حکومتې چارواکو او سازمانو لخوا د هند لومړي وزیر ته وړاندي شو.
د یادو سازمانو په فکر اوسمهال په هند کې غوا ته صحیح توجه او پاملرنه نه کیږي او هغه لازم اقدامات چې د دوي د ژغورني سبب کیږي نه ترسره کیږي، نو ځکه باید داسی یو وزارتخانه د هند حکومت په رسمي تشکیلاتو کې رامنځ ته شي.
په پام کې ده د هند پارلمان پر دغه موضوع د جولای میاشت په غونډو کې ارزیابی ته وړاندي او پرې خبرې وکړي. دا په خپل ځآن کې په نړی کې یو نوی او بیساري اقدام دی. د هندوانو له نظره غوا د ژوند او روح نماد ده او ډیره مقدسه ګڼل کیږي.