د داعش په بريد کې د بشارالاسد يو مهم فوځي جنرال وژل شوی
دمشق(عزم:شنبه ۲۷ چنګاښ) د سوريې په ستر ښار حمص کې د داعش جنګياليو په بريد کې د بشار الاسد د فوڅ يو قومندان تورن جنرال محسن مخلوف وژل شوی دی.
په حمص کې ددغه لوی فوځي چارواکي وژل د بشار الاسد له پاره يو لوی ګزار ګڼل شوې ده.
د رسنيو د راپورونو له مخې تېره ورځ په حمص کې د (ټي فور) په نامه په يوې فوځي اډې د داعش د جنګياليو په بريد کې نوموړی قومندان وژل شوی.
مخلوف د سوريې د ولسمشر نږدې خپلوان هم و چې د شام د بستان د سيمې د مخلوف قبيلې څخه و.
د داعش جنګياليو په (ټي فور) فوځي اډې په بريد کې د نور مالي او ځاني تلفاتو خبر هم ورکړی.
دغه فوځي اډه په حمص کې د بشار الاسد د پلويانو مهم دفاعي مرکز بلل کيږي.
په سيمه کې دعيني شاهدانو په وينا دجنرل مخلوف له وژل کېدو وروسته د حمص په شاوخوا سيمو کې د بشارالاسد پلويانو په ځينو سيمو هوايي بريدونه هم وکړل.
د يادونې وړ ده چې جنرل مخلوف تر دا مهاله په سوريه کې ګڼې مهمې فوځي دندې ترسره کړې وې،د نوموړي وژنه د بشر الاسد او د هغوی د پلويانو له پاره پو لوی ګزار بلل شوی.
عبداللطيف نظيف