سعودي عربستان کې دداعش سلګونه پلويان نيول شوي
رياض (عزم:شنبه ۲۷ چنګاښ) د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سعودي عربستان په بېلابېلو سيمو کې يې د چاپو پر مهال د داعش له ۴۳۰ تنو څخه زيات شکمن کسان نيولي دي،چې په کې د سعودي عربستان د اوسېدونکو سربېره د مصر،يمن، اردن، الجزاير، نايجريا،او چاډ هېوادونو اوسېدونکي هم شامل دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې نيول شوي کسان په مجموعي توګه ۴۳۱ کسان دي چې له داعش سره يې تړاو درلود او په دغه هېواد کې په پټه توګه په وړو وړو ګروپونو وېشل شوي وو.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت دا هم ويلي چې د تورنو کسانو له نيولو سره يې د سعودي عربستان د امنيت د ګډوډولو په اړه ګڼ شمېر پلانونه له منځه وړي چې په کې د ځينو جوماتونو د امنيت ګواښل او په منظمه توګه په دغه هېواد کې د سرتېرو برېدونو تر سره کول وو.
د کورنيو چارو د وزارت په وينا له تورنو کسانو څخه ترلاسه شوي لومړني مالومات ښيي چې يادې ډلې د سعودي عربستان په ختيځوسيمو کې په امنيتي سرتېرو د برېدونو تر څنګ په ځينې جوماتونو هم د بريدونو ارادې لرلې.د شرورة په نامه سيمه کې يې لږ ترلږه شپږ جوماتونو د بريدونو له پاره په پلان کې وو.
د يادونې وړ ده چې داعش د سيمې په هېوادونو کې امنيت له ګواښ سره مخ کړی چې له امله يې د ځينو عربي هېوادونو ولسونه هم اندېښمن کړي دي.داعش څه موده وړاندې ګواښ کړی و چې په سعودي عربستان کې به وسله وال بريدونه ترسره کوي او ځينې جوماتونه او زيارتونه به په نښه کوي،دتېرې مئ په میاشت کې د سعودي عربستان د شيعه ګانو په یوه جومات د بريد له امله ۲۵ تنه وژل شوي وو.له دې پرته د جون په مياشت کې هم د شيعه ګانو په يوه جومات د بريد له له امله ۲۷ تنه وژل شوي وو.
داعش تر دا مهاله په سعودي عربستان کې دخپلو نيول شويو پلويانو په اړه څه نه دي ويلي.
عبداللطيف نظيف