يوه بله معجزه يا زموږ د وياړلي تاريخ تکرار

الله پاک زموږ په کمزوري، بيچاره خو په ايمان قوي ولس داسي محيرالعقوله کارنامی کړيدي چي زموږ راتلونکي نسلونو او د نړی نورو قومونو ته درس او عبرت دی.
يو وار يی په دغه کمزوره قوم هغه انګريز وځاپه چي پر امپراتوری يی لمر نه ډوبيده، بيا يي د شوروي سوسياليستي اتحاد هغه شريره جهاني ټلواله دړي وړي کړه له کومي چي ټوله آزاده نړی ناآرامه وه. دادي اوس يی بيا زموږ په مجاهد ولس مغروره متجاوزه امريکا، ناټو او د هغو ملګري په شرمو وشرمول او داسي ماته يی ورکړه چي د ګوډاګي فوج اعلی سرقومندان په رڼا ورځ وتښتيد او ملګرو يی دتيښتي په حال کي د الوتکو په ټايرونو پوري ځانونه وځړول. د امريکا هغه تريليون ډالره چي ظاهرا د ښه حکومتولی او د امنيتي اورګانونو په تجهيز او تعليم و تربيه لګيدلي وه په دوه اونيو کي د امريکا او نړيوالو په ناميمون حضور کي ذوب او تبخير سول.
زه ددغه تاریخي او ویاړمن بري مبارکي ټول افغان مجاهدينو، زوريدلي ولس او خاصتا د شهداؤ سپیڅلو ارواحو ته وایم. د مجاهدينو قيادت ته خواست کوم چي د امتحان په دغه حساسه مرحله کي مغرور نه سي بلکي دغه محيرالعقوله فتحه د الله عزوجل نصرت وګڼي او په شکرانه کي يی خپل د مظلوم او کړيدلی ملت بيلوثه خدمت وکړي (لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ)، ټول زوريدلي ملت په غيږ کي ونيسي، کار و اهل ته وسپاري، خپلي ملي ګټي تعريف او د هغه پر بنياد د ګاونډيانو او نړيوالو سره په متقابل احترام تعامل وکړي.

د یو موټی، هوسا او پرمختللي مسلمان افغانستان په دعاء
فاروق اعظم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button