خصوصي بانکونو ټولنه: د بانکونو فعالتیونه د تېر په پرتله خورا ښه شوي

عزم(دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د خصوصي بانکونو د ټولنې مسوولینو په یوه ناسته کې ويلي چې د خصوصي بانکونو فعالتیونه له پخوا ډېر ښه شوي دي.
دوی وایي چې د فتحې په لومړیو شپو ورځو کې د هیواد ګڼ بانکونه له ستونزو سره مخ وو، چې دا ستونزې اوسمهال په هوارېدو دي.
د خصوصي بانکونو د ټولنې مسوولان زیاتوي چې د اسلامي امارت په پیاوړې مدیریت او تدبر د هیواد د بانکي سیستم چارې له نړېدو ژغورل شوي او اوسمهال د هرې ورځې په تېرېدو د بهترۍ خواته روان دي.
مسوولین زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲ بانکونه فعالیت کوي، چې اووه یې خصوصي، درې یې دولتي او دوه نور یې د نړیوالو استازي بانکونه دي.
دوی زیاتوي چې اوسمهال یې د اسلامي کوچنیو پورونو د ورکړې لړۍ هم پیل کړې ده.
یاده دې شي چې په ټول هیواد کې د یادو فعالو بانکونو ۴۰۰ څانګي هم پر فعالیت بوختې دي او خپلو پېرېدونکو ته په خپل وخت چوپړتیاوې وړاندې کوي.
افغانستان بانک وایي چې دوی د هیواد د ټولو بانکونو ملاتړ کوي. بانک زیاتوي چې په داسې طرحو یې کار کړی چې په مټ یې په هیواد کې بانکي سیستم له سقوطه وژغورل شو.