ډبلیو اېف پي: افغانستان کې بې وزلو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي چې دوی نه شي کولی دا هېواد یوازې پریږدي.
د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د سخت ژمي په درشل کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.