د کابل – جلال اباد لویې لارې مسافرو لپاره بدیله لاره پرانیستل شوه

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د کابل – جلال اباد پر لويه لاره پرون د غره ښویېدو له امله د ټرافیکو پر مخ بنده شوه.
خو دفاع او ټولګټو چارو وزارتونو د عمومي لارې خلاصېدو پورې بله فرعي لاره جوړه او د مسافرو د تګ راتګ لپاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د ماهیپر ساحه کې د غر ښویېدو له امله لاره بنده او بدیله لار یې پرانستلې ده.
د کابل – جلالاباد لویه لاره پرون سهار د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د غره ښويېدنې له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.