له هرات څخه نړۍ بازارونو ته هره میاشت د ۱۰۰زره متره غالیو صادرات کیږي

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): له هرات ولایت څخه هره میاشت ۱۰۰زره متره مربع غالۍ د نړۍ بازارونو ته صادرېږي.
په هرات کې د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو وضعیت ښه شوی، خو د هغوی په وینا، لا هم افغاني غالۍ د ګاونډیو هېوادونو په نامه نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.
په همدې حال کې یو شمېر غالۍ پلورونکي وايي، اړینه ده چې ده د هېواد غالۍ د نړۍ بازارونو ته معرفي یعنې دغو غالیو ته بازار موندنه وشي او د افغانستان په نامه صادرې شي.
د افغانستان ډېره برخه لاسي غالۍ په لویدیځو ولایتونو کې اوبدل کېږي چې په دې برخه کې زرګونه کسانو ته کاري زمینه هم برابره ده او ډېری بېوزله کورنۍ له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.