ننګرهار کې سېلابونه؛ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مومندرې او لعل پورې ولسوالیو کې د سیلابونو له امله د هزارناوه، ډکې، باسول، غزګي او نوروسیمو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د مومندرې ولسوالي امنیتي مسوولان وایي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د یادې سیمې شاوخوا ۳۰ کورونه ویجاړ او یوشمېر کورنۍ بې کوره شوي دي.
هغوی وایي چې دغه کورنۍ لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. د مومند درې مسوولانو زیاته کړې چې دغو ورښتونو او سېلابونو د شاتو مچیو ۶۰۰ صندوقونه هم له منځه وړي دي.