انوارالحق کاکړ د ا.اد واکمنۍ د ناقانونه کیدو په اړه له خپلو څرګندونو په شا شوی، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه

عزم: (دوشنبه‌، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د اسلامي امارت د واکمنۍ د ناقانونه کیدو په اړه له خپلو پخوانیو څرګندونو څخه په شا شوی
کاکړ د سرپرست حکومت لومړي وزیر ته یې په یوه لیک کې د دواړو هیوادونو پر کلتوري او تاریخي مشترکاتو ټینګار کړی دی.
هغه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي کاکړ د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا حسن اخند ته په استول شوي لیک کې د افغانستان او پاکستان پر ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو او د دواړو هېوادونو د ګډو دیني او کلتوري میراثونو په اړه ټینګار کړی دی.
په لیک کې ویل شوي: «موږ ګاونډیان او وروڼه یو، زه د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د لا پیاوړې کولو لپاره پوره ژمن یم. »
د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال دا څرکندونې کړي چې تېره ورځ د پاکستان موقت لومړي وزیر د «عاج» په نوم له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې د اسلامي امارت حکومت مشروعیت نه لري او د ترهګړۍ پر وړاندې مبارزه نشي کولی.
کاکړ دا هم ویلي و چې په افغانستان کې مرکزي حکومت او واک نشته. د ده په وینا د اسلامي امارت حکومتداري له هغو طبقو څخه جوړه ده چې د مرکزي حکومتدارۍ او له نورو هېوادونو سره د اړیکو د جوړولو او د کورني مدیریت لپاره اړین همغږي تر پوښتنې لاندې راولي.
خو د پاکستان موقت لومړي وزیر پرون دا خبره رد کړه چې ګواکې اسلامي امارت د پاکستان غوښتنې ته پام نه کوي او زیاته یې کړه چې پاکستان له سرپرست حکومت سره د خبرو لپاره کومه ځانګړې غوښتنه نه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button