د ناټو عمومي منشي: د اوکراین جګړه ښایي لاپسې وغځیږي

عزم(دو‌شنبه‌، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې ښایي په اوکراین کې روانه جګړه دومره ژر ونه دریږي.
دی زیاتوي چې ګومان کوي چې د روسیې-اوکراین جګړه به لاپسې وغځیږي او په نږدې راتلونکې کې یې جوړجاړی ناشونی ښکاري.
سټولټنبرګ د آلمان یوې مطبوعاتي شبکې سره په دې مرکه کې ویلي چې په اوکراین کې لا د اوږدې جګړې لپاره باید چمتوالی ونیول شي. سټولټنبرګ یوه اونۍ وړاندې ویلي و چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تمه کیږي اوکراینی ولسمشر زیلنسکی له روسیي اړخ سره د خبرو په موخه نیویارک ته ولاړ شي.
امریکایي رسنیو ویلي و چې امنیت شورا، زیلنسکی نیویارک ښار ته بللی. روسیې هم منلې وه چې خپل استازی به د دې خبرو په پلمه نیویارک ته استوي. د روسیې تاس دولتي ورځپاڼې ویلي و چې روسیه د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګلاروف د دې مذاکراتو د ګډون په موخه نیویارک ته لیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button