د صنعت او سوداګرۍ معین له خان سټيل فابریکي لیدنه کړې

عزم(دو‌شنبه‌، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ویلي چې د یاد وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، د خان سټیل د فابریکې له بېلابېلو برخو پرون یکشنبه لیدنه کړې ده.
باختر آژانس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیزو مسولانو له خولې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د خان سټیل د اوسپنې د ویلي کولو د فابریکې مسوولینو ښاغلي معین ته د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په اړه بشپړ مالومات ورکړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین هم د خان سټیل فعالیتونه ستایلي او دغه فابریکه یې د هېواد د صنعتي سکتور یوه پیاوړې بېلګه بللې ده.
مولوي جمال ویلي چې خان سټیل پر نړیوالو سټنډرډونو برابر تولیدات کوي چې په دې برخه کې یې نه یوازې د هیواد دننه د اوسپنیزو توکو اړتیا پوره کړي، بلکې له هیواده بهر یې هم خپل تولیدات استولي دي.
نوموړي د اوسپنې د تولید او پروسس په برخه کې د دې کارخونې چارې ستایلي او هیله یې څرګنده کړې چې هیوادوال له خپلو تخنیکي او فلزي توکو ګټه واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button