د پنجشیر د عمومي سړک د پراخولو چارې پیل شوې

عزم: (دوشنبه‌، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت رسنیزو مسوولینو لیکلي چې د دې ولایت د عمومي سړک د پراخولو، بیارغولو او پاکولو چارې یې پیل کړي.
وزارت وایي چې دا مسوولیت یې د هغه ولایت د ټولګټو ریاست ته سپارلی. وزارت وړاندې لیکلي چې د پنحشیر د عمومي سړک ټول اوږدولی ۲۱ کیلومترو ته رسیږي چې ددې ولایت د مقام په همکارۍ به یې د ټولګټو ریاست بیا ترمیموي.
د پنجشیر د عمومي سړک دغه برخه له دوآب سیمې څخه تر خاواک کوتل پورې پراخیږي. تر دې وړاندې د دې ولایت اوسېدونکو شکایت کاوه چې د دې عمومې لارې د خرابوالي او تنګوالي له وجې هر وخت خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.
یاده دې شي چې د سالنګ لارې د تړل کېدو له کبله واړه موټر د افغانستان شمال ته له همدې لارې تګ او راتګ کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button