سوداګرۍ وزارت: د سږکال په پینځو لومړنیو میاشتو کې مو تر اته میلیونو ډالرو ډېر جلغوزي صادر کړي

عزم: (دوشنبه‌، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین څرګندوي چې د روان میلادي کال په لومړیو پینځو میاشتو کې یې د اتو میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي.
وزارت وایي چې دا جلغوزي یې پاکستان، هند ، چین او عربي متحده اماراتو ته استولي دي. د یاد وزارت ویاند زیاتوي، چې د جلغوزیو د صادراتو د پراخولو پلان لري.
له بلې خوا یو شمېر سوداګر څرګندوي چې د صادراتو او په ځانکړي توکه د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې که د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې پاملرنه زیاته شي، ښایي په کال کې تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو زیات جلغوزي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړو.
ددې وزارت د مسوولانو له یادښت چې پروسږ کال یې ټولټال د ۴۹ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته استولي وو. دوی وایي چې د جلغوزیو دا صادرات یې تر ډېره پاکستان، هند او چین ته درولودل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button