د ګڼو هېوادونو مشران د م.م په ۷۸مه غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته رسېدلي

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د یو شمېر هېوادونو مشران او چارواکي د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه سبا سې شنبه تر سره کېږي او موضوع يې د نړیوال باوراو پیوستون جوړولاو دوامدارې پراختیا ته د رسېدو په موخه د ۲۰۳۰ کال د اجنډا په پلې کولو کې د حکومتونو د اقداماتو ګړندي کول دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش مخکې ویلي و چې د افغان ښځو د حالت موضوع به هم د هېوادونو له مشرانو سره یاده کړي.
په اوکراین کې د سولې راوستل هم یوه له هغو نورو مسلو څخه ده چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه ورسره مخ ده. ګوتریش مخکې ویلي و چې اوس د روڼ سبا لپاره د جوړجاړي وخت دی.