د هېواد په ۷ ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې
عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخندزاده حفظه الله د فرمان په اساس د هېواد په اوو ولایتونو کې د علماوو شوراګانو د جوړولو خبر وکړ.
ذبیح الله مجاهد په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه شوراګانې په نورستان، بامیان، میدان وردګو، غور، سرپل، لغمان او دایکندي ولایتونو کې جوړې شوې دي
ښاغلي مجاهد ویلي، د هر ولایت مسوولان مکلف دي چې د علماوو شورا مشورې د خپلو کړنلارو له مخې تعقیب او د کړنلارو په پلي کولو کې له هېڅراز هڅو ډډه ونه کړي.
د خبرپاڼه له مخې، د اسلامي نظام د پیاوړتیا او پراختیا لپاره له دیني عالمانو سره مشوره یوه “شرعي” او لازمي ده.