کابل کې د ۳۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سوري زړه ماشومانو د درملنې بهیر په دوام، ۳۰ تنه ناروغ ماشومان یې په کابل کې د درملنې لپاره دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
دغه ټولنه وايي چې په ۱۴ میاشتو کې کابو ۱۸۰۱ هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله، د درملنې لپاره د هېواد روغتونونو ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنه په وړیا توګه په زړه سوري ماشومانو درملنه کړې ده.