‏افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې امیر خان متقي سره کتنه کې: د ټولو افغانانو غږ به اوري

‏عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲): ‏افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې مخکې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لېدلي.
‏یوناما په ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې دغه سازمان په افغانستان کې ښکېلتیا ته ژمن دی او ډاډ ورکوي چې د ټولو افغانانو غږ به اوري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ۷۸مه سرمشریزه نن ( دوشنبه، د سپټمبر په ۱۸مه) په نیویارک کې پیلېږي.
ټاکل شوې دې غونډې ته د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
د یو شمېر هېوادونو مشران او چارواکي ملګرو ملتونو په ۷۸ مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې د اته اویایمې غونډې له پېلېدو سره هم‌مهاله اسلامي امارت وايي تمه لري چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه هم لېرې کړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!