د اروپا ماښام
برهان خوږمن
ماښام وخت دی، خلک په لوکسو موټرو کې کورو خوا ته رهي دي. د دي ښار ټیکسۍ هم زموږ د هېواد له ډیرو لوکسو موټرو ښایسته دي. میټرو ګاډي چې د سړک د پاسه او یو نیم ځای لاندي چلیږي ؛ حبیب ته بیخې جالب دي. دلته یو کس هم بیکاره نه لیدل کیږي..
د حبیب نن ۲ میاشتې پوره کیږي چې اروپا ته راغلی. نه یې ژبه زده ده نه کار ورته پیدا کیږي، د اسنادو خو بیخې درک نشته، اتاق کې د کلیوال له برخورد او له کنایه الفاظو داسې معلومیږي لکه نور چې تري ستړي وی او اخر به ورته وایې نور دي ځان ته بل ځای پیدا کړه زه دي مصرف نور نه شم په سر اخیستی. بې اسناده کس یې سبا به پولیسو نیولی وې زه به هم په غم درسره ککړ یم.
حبیب غوږو کې ګوشکي اچوي، ټېک ټاک ګوري رنګارنګ ویډیو ګانې مخې ته ورته را درومي، یوه ویډیو یې ولیده یو کس چې اروپا کې اوسیږي د وطن د حالاتو برعکس تبلیغات روان دي. ګورئ وطن مو پنجا… اشغال کړی.ګورئ دلته ښارونو او وزراتونو کې پنجاب… ناست دي او یو کال پس به ګورئ همدا اردو او اشر.. بابا.. بیرته وطن ته درځي. له وطنه را ووځئ د غیرت وخت دی اروپا او ترکیه کې لوکس ژوند پیل کړئ.
بله ویډیو ګوري. د اوسني دولت سر سخته مخالف یو ژورنالیست د هېواد په شمال کې یوه بنسټیزه پروژه ولاړ دی او وایې که دا سرته ورسیده وطن به د غلې له اړخه پر ځان بسیا شي. بله ویډیو یې را واړوله، د افغانیو د نرخ په اړه د طلوع نیوز راپور و. وایې د ګاونډي هېواد روپۍ مخ په ځوړ روانه ده خو زموږ افغانۍ نوره هم مستحکمه شوه او پورته روانه وه. یو بله ویډیو کې ګوري چې د تیر نظام د وزارت دفاع ویاند ځاځي اریوب کې خلاصه فضاء کې څادر هوار کړی او او ملګرو سره ناست میوه خوري. فیسبوک ته لاړ شي خبر ګوري چې معارف وزارت ۱۰۰۰ بستونه اعلان ته ورکړي.
سوړ اسویلی یې و ایست. هغه وخت ور یاد شو چې پلار یې مجبور کړی و خپل پټی ورته خرڅ کړي او اروپا ته یې ولیږي. قاچاقبر په لارو څومره وکړولو؟ ترکیه کې یې څو شپې نهره تیري کړي؟ اوس اروپا کې نه د اسنادو درک شته نه د کار. زړه کې وایې کاش وطن کې وی.
موبایل یې جیب ته واچولو اتاق ته روان شو. دلته موټر هارنګونه نه وهي، نه شور شته، له یوه سړک که بل ته اوړي خپل نوبت ته به انتظار کوي. دنګې ودانۍ دي خو ژوره خاموشي ده. وطن کې به د ماښام اذانونه کیدل دلته د اذان غږ نشته. له پولیسو هم ډاریږي چې څوک یې ګیر نه کړي، وطن یې هم یادیږي، د اتاق د ملګري د ټنډې ګونځې هم شماري چې بیا به نن کومه ترخه خبر راته کوي. لوحې لګیدلې خو دی نه پري پوهیږي، ډیری هټۍ او سړګونه یو رقم دي، ده یو څو نښې معلومې کړي او د هغو پر مرسته بیرته اتاق ته ځان رسوي.
هلته یې د اتاق ملګری تازه له کاره راغلی و. بوټان یې ایستلي وو یو طرف پراته وو. دروازې په غږ یې ورته راوکتل خو ستړې مشې یې ورنه کړه. موبایل کې مصروف و.
نیم ساعت وروسته یې غږ ور وکړو هلته له ما لږ پېزه پاتي ده که دي خوړله. او رښتیا د کار درک دي ونه لګید؟
دی نو څه ورته ووایې؟ هغه د ټک ټاک د ځوان خبرې یې هم یادیږي، له وطنه راو وځئ،اروپا او ترکیه کې د خوند ژوند تېر کړئ.
ورته وایې نه تا چې ورلیږلی وم، هغه کس مې ونه موند. همدلته یې ذهن کې هغه خبر هم ګرځي چې معارف وزارت ۱۰۰۰ بستونه اعلان ته ورکړي. کاش وطن کې وی یو ځای خو به مې کار موندلی و… دا ذلالت خو به نه وی.