د ابن سینا فارمیسي دولتي شرکت فعالیت په ښه توګه روان دی

عزم ــ (سه شنبه، ۲۶ ميزان، ۱۴۰۱): د مالیې وزارت اړوند؛ د ابن سینا فارميسي دولتي شرکت، چې له اوږدۀ ځنډ وروسته یې بیا فعالیت پیل کړی، د درملو او نورو روغتیایي محصولاتو د تولید چارې یې په ښه توګه روانې دي.
د ابن سینا فارميسي دولتي شرکت په لوړ کیفیت مختلف ډوله درمل او روغتیایي محصولات تولیدوي. یاد شرکت له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړ ؤ، خو د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته، دولتي شرکتونو ته د ځانګړې پاملرني په پایله کې د ابن سینا فارمیسي دولتي شرکت هم فعالیت پیل کړ.
یاد شرکت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید تر څنګ؛ د بیړنیو حالاتو لپاره هم درمل ذخيره کوي.
اوس مهال یاد شرکت د ډیفن هیډرامین شربتونو او پراسټامول ټابلیټونو په ګډون، لس قلمه درمل او یو شمېر روغیایي محصولات تولیدوي او د پلازمیني کابل په ګډون، په ټول هيواد کي د (۱۳۰) درملتونونو له لاری خپل درمل هیووادوالو ته وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې یاد شرکت په (۱۳۳۳ ل) کال کې د فارمیسي تصدۍ په نوم فعالیت پيل کړ او په (۱۳۹۷ل) کال د دولتي شرکتونو د قانون پر اساس؛ د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت په نوم ونومول شو.
یاد شرکت د کمونستانو له کودتا څخه وړاندې د سردار داؤد د حکومت پر مهال له (۱۲۰) قلمه څخه زیات درمل او روغتیایي محصولات تولیدول او د سیمې په کچه یې ښه نوم او شهرت درلود، خو بیا د جګړو د پیل او او نه پاملرنې له امله یې تولیدي فعالیتونه تر اوسه ځنډیدلي وو. خو اوس یې د اسلامي امارت په راتګ سره یو ځل بیا فعالیت پیل کړ. اړوند مسؤلین د یاد شرکت بیا فعالیدل د خودکفایي پر لور مهم ګام بولي او له مشرتابه څخه هیله لري چې دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.