سولې شورا: د خلیلزاد هڅو مایوسه کړي یو

عزم(یکشنبه، ۲۷ لړم ۱۳۹۷): د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي، افغان حکومت او په ځانګړي ډول یاده شورا نه پوهېږي، چې له طالبانو سره سوله په کومه بیه کېږي.
نوموړې وویل، د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورسره ژمنه کړې، چې دا پلا به کابل کې ورسره وګوري او د دوی اندېښنې به هم واوري.
د سولې شورا مرستیالې د خلیلزاد په وروستیو هڅو نیوکه ونه کړه، خو اندېښنه یې وښوده چې د سولې په برخه کې باید«اوولس کلنې لاسته راوړنې» له پامه ونه غورځول شي.
زلمی خلیلزاد پرون کابل ته راغلی، خو تراوسه یې د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تېره ورځ د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم د خلیلزاد په سفر او هڅو نیوکه کړې وه، چې خلیلزاد ورسره د خبرو کولو لپاره وخت نه لري او د سولې په خبرو کې باید هزاره مشران هم له یاده ونه ویستل شي.
د افغان حکومت او سولې عالي شورا دغه ضد او نقیض څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې عام خلک سولې ته هیلهمن شوي او له جګړو ستړي ښکاري.
د سولې شورا اوسنی مشر، مرستیاله او ډېری لوړپوړي چارواکي هزارهګان دي.