له پاکستانه د کډوالو جبري ایستل به افغانستان کې بشري کړکېچ لاپراخ کړي

عزم: (شنبې، د لړم ۲۷، ۱۴۰۲)؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل به د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پراخ کړي.
د دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې له پاکستانه ایستلشوي ډېر کسان بېکوره او بېدندې دي چې دا چاره به په افغانستان کې بشري ناورین لاپسې ژور کړي.
دا په داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه نږدې ۳۵۰ زره افغان کډوال په جبري توګه ایستل شوي او په هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې لا هم په پاکستان کې تر یونیم میلیون زیات «غیرقانوني» افغان کډوال میشت دي.