فاریاب؛ یوه کس خپل ځان او کور ته اور اچولی

عزم(شنبه، لړم۲۷مه، ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي چارواکي وایي چې په هغه ولایت کې یوه تن نشه یي د خپل ځان په ګډون د کورنۍ اووه تنه نور په اور سېځلي دي.
ځایي مسوولان ددې پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې پېښه د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په محمود خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو په بنسټ په دې پېښه کې یو څلورکلن ماشوم مړ شوی او د نشه یي په ګډون د کورنۍ اووه نورغړي ټپیان دي. ټپیان ولایتي روغتون ته وړل شوی او د پېښې په اړه پلټڼې کیږي.