اسیا پراختیایي بانک: پاکستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالره پور ورکوو

عزم(شنبه، لړم۲۷مه، ۱۴۰۲): د اسیا پراختیايي بانک منلې چې پاکستان ته یې د ۲۵۰میلیونو امریکایي ډالرو د پور ورکړه منظوره کړې ده.
بانک وړاندې وایي چې دا پیسې به د پنجاب او خیبرپښتونخوا پر برېښنایي چارو ولګېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ۲۵۰ میلیوني بسپنه به د پنجاب او پښتونخوا صوبو لپاره برېښنا پراخه او د پرچاوي ستونزې حل کړي.
ویل کیږي چې پیسې به د یوې پروژې له لارې ولګیږي چې دواړه صوبو ته به د برېښنا لېږد پیاوړی کړي او همداشان به د برېښنا د شارټي پېښې کمې کړي.
یاده کوو چې په پاکستان کې د نفتو بیې خورا لوړي شوي او د برېښنا د نه شتون له وجې یې بې شمېره کورونه تیاره او سلګونه کارخونې شنډې شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button