احصایې اداره: تېره میاشت له ۲۵۰ میلیونو ډالرو ډېر افغاني توکي صادر شوي

عزم(شنبه، لړم ۲۸مه، ۱۴۰۲): د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په تلې میاشت کې یې د شاوخوا ۲۵۰.۴ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت افغاني توکي نورو هیوادونو ته صادر کړي دي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې د دې صادراتو په مقابل کې افغانستان ته د ۷۹۸ اعشاریه دوه میلیونو ډالرو په ارزښت بهرني توکي هیواد ته راوارد شوي دي.
د احصایي او معلوماتو ملي ادارې په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د تېر کال د تلې میاشتې په پرتله له هېواده په صادراتو کې سږ کال ۱۰ عشاریه ۳ میلیونه ډالره کموالی راغلی دی.
ویل کیږي چې دا توکي ډېری یې پاکستان، هند او چین ته صادر شوي دي.
یاده کوو چې د افغانستان سوداګریز بلانس لا هم منفي دی او د صادراتو څخه یې د وارداتو کچه لوړه ده.