افغان لوبغاړي د سنوکر د نړیوال جام د غوراوي پړاو ته لار پیدا کړه

عزم(شنبه، لړم ۲۸مه، ۱۴۰۲): د سنوکر ورزش یو افغان لوبغاړي صالح محمد محمد د خپل سویسي او منګولیایي سیالانو د ماتونې په مټ وکولی شول چې د نړیوال جام د غوراوي پړاو لوبو ته لاره پیدا کړي.

د سنوکر نړيوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۵نېټه په قطر هیواد کې پیل شوې وې چې د افغانستان له خوا پکې دوو لوبغاړو؛ صالح محمد محمدي او رییس خان سنزي پکې ګډون کړی وو.
صالح محمد محمدي خپلو سویسي او منګولیایي سیالانو ته ۳ د ۰ پر توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو د غوراوي پړاو ته یې لار وموندله.
رییس خان سنزي تر دمګړۍ یوه لوبه بایللې ده چې پکې یې خپل اماراتي سیال څخه ۳ پر ۲ ماتې منلې وه.

رییس خان سنزي تر اوسه یوه لوبه بایللې ده، چې په کې یې خپل اماراتي حریف ته ۳ د ۲ پر توپیر ماتې ورکړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button