نیمروز کې په یونیم میلیارد افغانیو د اوبو بند جوړیږي

عزم(شنبه، لړم ۲۸مه، ۱۴۰۲): د نیمرزو ولایت ځایي مسوولان وایي چې د هغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د شاخوا یو مېلیارد او ۵۸۲ مېلیون افغانیو په ارزښت به د اوبو د یوه بند د جوړېدو چارې پېل شي.
د نیمروز د کلیو او پراختیا رییس محمد حق بشیر رسنیو ته ویلي چې دغه بند د شاوخوا ۶۰میلیون متره مکعب اوبو د زېرمې وړتیا لري. د ښاغلي بشیر د وینا له مخې، چې دا بند د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې جوړیږي.
ویل کیږي چې د دې بند په جوړېدو سره به د نېمروز شاوخوا ۸۰۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
یاده کوو چې اسلامي امارت د اوبو د مهار لپاره ځانګړي پلانونه لري او د هیواد په بېلابېلو برخو کې یې د کورنۍ بودیجي په مټ بندونه رغولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button