د لنډې کیسې اساسي توکي

لیکوال: عبدالله ابن مبارک احمدزی
2015/12/17
لنډه کيسه د داستان او نکل هغه شکل دى کوم چې په انګريزي کې شارټ سټوري ورته وایې .
لنډه کيسه د داستان او ناول يو پرمختللى شکل دى . په فني لحاظ د يوې لنډې کيسې لپاره داضروري ده چې هغه دې د يوه واحد تاثير لرونکې وي . د لنډې کيسې جامع تعريف څه اسان کار نه دى دا ځکه چې د هغې بې شميره تعريفونه شويدي .
۱- اډګرالن پو د لومړي ځل لپاره داسې تعريف کړه :
(( لنډه کيسه د نثر هغه داستان دی چې په لوستلو یې د نيم ساعت نه لږ وخت لګيږي او کله دا وخت دوه ګړيو ته هم رسيداى شي))
خو بل ليکوال یې داسې را پيژني : (( لنډه کيسه هغه ده چې لنډه وي ))
يو بل ليکوال داسې وایې : لنډه کيسه د هنري نثر ښه ليکنه ده چې هدف یې د مضمون اغيز ناک کېدل دي .
خو يو شمير ليکوال بيا داسې معرفي کوي :
لنډه کيسه د رومان څخه لنډ روايت دى او زيات محدود،په موقعېتونو شخصيتونو او معمولاً يو د بل پورې اړوند چې يو واحد تاثير لري . جګ لندن وایې :
(( کيسه بايد په کانکريت موضوع باندې د ژوند ، مرګ او خوځيدو سره خوندوره او په زړه پورې وي ))
اليزابت وایې: (( لنډې کيسې کې لومړنى ضرورت دادى چې کيسه بايد د يوې داسې اغيزې يا فکر نه سرچينه واخلي چې په کافي اندازه اغيزناک و اوسي چې ليکوال ليکلو ته اړ کړي ))
هيډيسن وایې : (( د لنډې کيسې لپاره لنډوالى يوازينى شرط ندى بلکې د دې تر څنګ ځينې نورې ځانګړتياوې هم لري او هغه دا چې د کيسې موضوع د خپلو حدودو په چوکاټ کې ځایدای شي ، بې ځايه او بې ضرورته خبرې پکې نه ځائيږي ، د تاثير او اغيز يووالى پکې يوازينى شرط دى ))
د لنډې کيسې اساسي توکي
د هر څه د مخه په لنډه کيسه کې ليکوال بايد دغه درې شيانو ته ډېره پاملرنه وکړي .
۱- نمایش یا ښودنه ۲- وده ۳- شرجه او تفصیل
اساسي توکي :
١_ پيلامه : يو ليکوال بايد له داسې نقطي څخه شروع وکړي چې موضوع یې ښکلې او رنګينه وي تر څو لوستونکى وهڅوي چې تر پايه يې ولولي .
٢_ پلاټ ( طرحه ) : طرحه په کيسه کې هغې برخې ته وایې چې کيسه پرې را څرخي .مثال یو څوک غواړي د اربکیانو د ظلمونو په اړه لنډه کیسه ولیکي نو دی باید په دې هکله یو څه خام مواد له ځان سره په ذهن کې ولري تر څو کیسه لا خوندوره او له مفهومه غني شي.
يو ليکوال چې فوسټر نوميږي وایې : طرحه د کيسې د شمزۍ
( ملا تير ) حيثيت لري . څومره چې طرحه يا پلاټ ساده او هنري وي هماغومره کيسه په زړه پورې او خوندوره وي .
٣_ څېره يا څېرې ( کرکټر ) :داهغه څوک دى چې په کېسه کې رول لوبوي او لکه پلاټ د کيسې توکى بلل کيږي چې د لنډې کيسې روح هم ورته وایې .مثال یوه کیسه د فدايي په اړه لیکل شوې ده نو دلته همدا ځوان چې غواړي استشهادي برید وکړي څېره یا کرکټر دی.
په کيسه کې مرکزي څېره يا څېرې ته اتل او اتله وایې .
٤ _ تلوسه ( سسپنس ) : تلوسه هغه اساسي توکى دى . چې غير لدې مونږ نشو کولاى يوې لنډې کيسې ته کيسه ووايو . يا تلوسه هغه مهارت دى چې لوستونکي ته د لوست په وخت کې يو ډول وېره ، شک او وسوسه مخ کوي .
دې ته اړ کيږي تر څو ځان لدې وسوسې خلاص او کيسه تر پايه لولي لیکوال له داسې مهارت نه کار اخلي چې لوستونکی له ځان سره وايي: چې بیا څه وشول؟اوس به څه کیږي؟بیا به څه وشي؟.
٥ _ صحنه (ځايزمان ) : د هغه ځاى ، مهال ، پيښې ، تصادف او نور ځانګړنو څخه عبارت ده چې کيسه پکې پيښيږي .
صحنه په کيسه کې ډېر مهم او ارزښتناک رول لري . مثال د ننګرهار د بهسودو په وروستي وحشت او بربریت باندې د احمدي(اته نفره) لنډه کیسه،
ځکه صحنه ده چې د اتل په ژوند کې ژور بدلون راولي .
٦_ مکالمه ( خبرې اترې ) او منظر کشي : مکالمه د کيسې هغه په زړه پورې برخه چې کيسې ته يو ځانګړى خوند ور بخښي او کيسه د اوج ټکې ته ر سوي .د فدايي په کیسه کې مکالمه د فدايي او مور تر منځ ترسره کیږي.
((منظر کشي )) کيسه پر مخ وړي او ښکلي کوي یې چې ډېر ځله د څېرو او اتلانو سره سرو کار لري ددې تر څنګ ټولې هغه پوښتنې چې په کيسه کې راځي په طبعي بڼه یې څرګندوي .
٧ _ ليد لورى : ليد لورى د کيسې هغه برخه ده چې اوريدونکى يا لوستونکى کيسه د ټولو اړخونو سره لکه : پېښې ، تلوسه او داسې نور ….ګوري .
ليد لورى په دوه ډوله دى :
١_ داخلي ليدلورى :(دليکوال پورې اړه لري).
٢_خارجي ليدلورى :(په خارجي ليدلوري کې ليکوال دټولنې څخه وي) .
٨_تخيل : په لنډه کيسه کې هم لکه دنورو ادبي اوهنري ليکنو په څېر تخيل ضروردى داځکه چې تخيل دهنري ليکنو اصلي توکى دى .
٩-دکيسې پايله :يو ليکوال چي يواثرياليکنه کوي دځانګړې موخې لپاره يې کوي اودغه موخه دليکنې په پاى کې واضح کوي مثال یو څوک په اسلامي امت کې د جهاد او استشهاد د روحیې د ژوندي کولو په موخه اثر یا کیسه لیکي نو لازمه ده چې په پای کې دې خپل هدف د پایلې په پلمه لوستونکو ته څرګند کا.
همدارنګه د لنډې کيسې ليکونکى هغه کشمکش او ربړې چې په کيسه کې وي اواروي اوخپل هدف لوستونکو ته رسوي .