په وجود کې داوسپنې کمښت او درملنه يې

اوسپنه د وجود ټولو اطرافو ته د آکسيجن د رسولو اساسي عنصر دی، چې دکمبوت له امله يې انسان ستړتيا او ضعف احساسوي، کله کله د اوسپنې کمبوت د کم خوني يا انيميا دناروغی سبب ګرځي.
د سړيو په نسبت ښځې اوسپنې ته ډيره اړتيا لري ځکه په مياشتنی دوره او جامو کې ډيره اوسپنه ضائع کيږي، د ۱۹ څخه د ۵۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکې ښځې د ورځې په حساب ۱۸ ملي ګرام اوسپنې ته اړتيا لري په داسې حال کې چې دهمدې کلنو ترمنځ نارينه بيا يوازې ۸ ملي ګرام ته محتاج وي.
د اوسپنې دکمښت څو مهم علائم:
د پوستي درنګ پيکه والی.
خستګي او ستوماني.
د تنفس تنګيدل.
د زړه دربيدو سرعت زياتيدل.
د لاسونو او پښو يخوالی
د خولې په اطرافو کې زخمونه
لاندې ځينې هغه طريقې په ګوته کيږي چې په وجود کې د اوسپنې کچه پرې زياتيږي:
سرې غوښې خوړل په ځانګړې توګه ينه او ځیګر.
حبوبات نوشي جان کول لکه دال، لوبيا او فاصله….
تك شين رنګ لرونکي سبزيجات استعمالول.
ويټامن سي لرونکي خواړه ډير کارول [لکه روميان، امرود، دمالتې جوس، مرچ، ګلپی….]
پدې برخه کې د چايو په ځای د مالتې جوس څښل، او ددالو له شوروا سره د روميانو خوړل ډير ګټور تماميږي.
په وچو ميوو کې اوسپنه په پريمانه کچه موجوده ده.