Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

افغان حکومت په هره بیه د قوشتېپې کانال پشپړولو ته ژمن دی

ليکنه:خدای نور ناصر– نيکي ايشین خپرونه
ژباړه او تخليص: ثناء الله عمران
د افغانستان د منځنۍ آسیا ګاونډیان له آمو سيند څخه د ګټي اخيستني د پلان په اړه په شکایت دي.
په افغانستان کې د یوه لوی کانل پروژې څنګلوري ګاونډیانو سره دا وېره پيدا کړې چې ګواکي د پروژې په بريالي کيدو سره به په سيند کې اوبه کمې او د دوی کرنيز اقتصاد به اغېزمن کړي، خو د ا.ا.ا بیا وايي په هر بیه چې وي کانال به رغاول کېږي.
دغه پخوانۍ طرحه شوې پروژه چې له ډېره وخته په ټپه ولاړه وه، دوه کاله وړاندې د ا.ا.ا ته په ميراث ور ورسېده. افغان حکومت داسې مهال د قوش تېپې کانال د جوړلو چارې پېل کړې، چې د دې کانال د رغېدو سره به يې شاوخوا (۵۵۰۰۰۰)هکتاره شاړه دښته به په کرنیزه مځکه واړوي.
دا کانال چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې طرحه شوی وو، د ا.ا.ا په دویم ځل واکمنېدو سره د ۲۸۵ کيلومتره کانال چاري عملاً پېل شوې او د کانال لومړی پړاو د روان کال په اکتوبر مياشت کې بشپړل شو.
دا چې د دې سيمي خلک وچکالۍ سخت ځپلې نو له همدې امله د دې کانال د چارو بشپړېدو ته بې صبرانه شېبې شماري خو د دې لويې پروژې بشپړېدنه به وخت اخلي. د شبرغان یو تن اوسېدونکی حکيم وايي چې د کانال د چارو په بشپړېدو سره به موږ ټوله خشحاله او شتمن شو.
د ا.ا.ا دغه پروژه د یوه داسې هېواد له‌پاره مهمه بولي چې لسیزو جګړو ځپلی او دم‌ګړی د کاري فرصتونو له کمښت او ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دی. د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دغې رسنۍ ته ويلي چې په اوس مهال کې دا ډول يو پروژه د ټولو هېوادوالو له‌پاره د هيلو یو لويه سرچينه ده.
خو د پولي هاخوا ګاوڼدیو (ازبکستان او ترکمسنتان) سره دا ډول لېوالتیا نشته، هغوی د افغانستان د هغه پلان په اړه چې د آمو سیند شل سلنه اوبه د کانال په لوري ور ماتوي خپله اندېښنه نده پټه کړې. د آمو سیند مرکزي آسیا هېوادونو کې د کرنيزو ځمکو خړبونې له‌پاره یو مهمه سرچینه بلل کېږي.
د روان کال په سپټمبر مياشت کې ازبک ولسمشر شوکت مير ضيايف یوې بین المللي غونډې ته چې په تاجکستان کې جوړه شوې وه، دد قوش تېپې کانال جوړوني ته په اشارې سره ويلي وه چې دغه پروژه کولی شي په بنسټيز ډول په مرکزي آسيا کې د اوبو رژیم او توازون ته بدلون ورکړي.
یو مياشت وروسته د ازبکستان د لومړي وزیر مرستيال جمشید خواجه‌یوف به مشرۍ یو پلاوی د دوه اړخېزو اړېکو په تړاو د خبرو اترو له‌پاره کابل ته راغلی وو.یوه سرچینه چې د غونډي په جزیاتو خبره وه، خپروني ته ويلي چې د قوش تېپې د کانال پروژه د اجنډاء په سر کې ځای درلود. بلخوا د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو د کانال د رغاونې د چارو په وړاندې د هر ډول خنډ او مداخلې په تړاو خبردارۍ ورکړی.
همدارنګه د ا.ا.ا د رئيس الوزراء لومړي اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روان کال په مارچ مياشت کې د سيمي څخه د ليدني پر مهال ويلي وه په هره بیه چې وي کانال به بشپړيږي.
د آلمان د کانالونو انجینرۍ او څیړنو فدرالي انستیتوت کې د اوبو د سرچینو او چاپیریال متخصص نجیب الله سدید ویلي چې د افغانستان په ګډون په ډېرو هیوادونو کې د اوبو پروژې قوي ولسي ملاتړ له ځانه سره لري.
له افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرۍ يوازې د منځنۍ آسيا هیوادونو په ځانګړې ډول د ازبکستان سره نه‌ده بلکې ځنې وخت د ایران سره هم د هلمند رود د اوبو پر سره ستونزه تر جدي بريده ورسيږي او حتی د دواړو لوريو تر منځ د مرګ ژوبلي د رامنځته کېدو لامل شوي.
خو شننونکي په دې بارو دي چې د قوشتېپې کانال په تړاو ناندرۍ او اندېښنې به د تاوتريخوالي لورته ولاړې نه‌شي، ځکه ازبکستان او ترکمنستان دې ته لېواله دي څو د افغانستان سره خپل لوی پروژې ـــ نل ليکي او رېل پټلۍ ـــ مخته يو سي.
د ژباړن تبصره:
آمو سيند د تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنتسان او قزاقستان ترمنځ د پوله تېرېدونکي سيند بڼه لري.په افغانستان کې د آمو سيند په اړه تازه څېړنې ښيي چې د افغانستان او پخواني شوري اتحاد تر منځ د ياد سیند اوبه نيم په نیمه وېشل شوي دي.
له دغه وېش نه وروسته د پخواني شوروي اتحاد نیمه برخه اوبه د يادو پنځو هېوادونو ترمنځ د یوه ځانګړي حقوقي رژیم پر بنسټ چې د پوله تېرېدونکي سیند له‌پاره ټاکل شوی وېشل کېږي. د پخواني شوروي اتحاد اشغال پر مهال د آمو سیند پاتي اوبه د یادو هیوادونو تر منځ د ځانګړي حقوقو رژيم پر بنسټ د ځینو حقوقي سرغړونو او نیمګړتیاوو سره سره پلي کړی دی.
هغه مهال چې افغانستان د پخواني شوري اتحاد په اشغال کې وو، د دې پر ځای چې د آمو سیند پنځوس سلنه اوبه څلورو هیوادونو ته د یاد حقوقو رژيم پر بنسټ او د افغانستان سره په همږغۍ وويشي د یاد سیند نږدې ټولي سرحدي اوبه د افغانسان سره د سلا او مشورې پرته ورکړې. د آمو په سیند کې د افغانستان نږدې ټوله حقابه د افغانستان د نور قلمرو په څېر د شوروي اتحاد له لوري اشغال شوه خو د اشغال څخه تر آزادۍ څو لسيزي وروسته لاهم د افغانستان برخه اوبه شمالي ګاونډیان استعمالوي.
په پايله کې ويلی شو چې د قوشتېپې کانال په اړه د منځني آسيا هیوادونو په ځانګړي ډول د ازبکستان اندېښنې کوم حقوقي او منطقي بنسټ نه‌لري، او په دې تړاو د افغانستان مسؤلو چارواکو په وار وار ويلي که کوم ګاونډ هیواد ياده برخه کې کومه ستونزه لري کولای شو د ډيپلوماټکي چينلونو له لاري يې حل کړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button