افغانستان ایرلنډ سره له سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله

ایرلنډ دوبۍ کې د درې هېوادیزو یو ورځنیو لوبو په لړ کې افغانستان ته له سختې سیالۍ وروسته پر ۳ وېکټو ماته ورکړه.

افغان توپوهونکو ایرلنډ ته یوازې د ۱۸۱ منډو هدف ټاکلی و چې ایرلنډ په ۴۴ اورونو کې پر ۷ وېکټو پوره کړ.

پچه د ایرلنډ کپتان ویلیم پورټرفیلډ وګټله او دوبۍ کې یې د هدف تعقیب اسانتیا ته په پام سره لومړی د بالنګ پرېکړه وکړه.

افغانستان بیټنګ کې له پیله تر پایه کومه د پام وړ ملګرتیا نه لرله او شېبه په شېبه یې وېکټې له لاسه ورکولې.

ملي ټیم په ۵۹ منډو ۳ او ۱۳۰ منډو ۶ وېکټې له لاسه ورکړې وې.

عثمان غني (یوه منډه)، افسر ځاځی (یوه منډه)، ناصر جمال (۸ منډې)، اصغر ستانکزی (۸ منډې) او محمد نبي (۲ منډې) وکړې.

یوازې د سر لوبغاړي جاوید احمدي د ایرلنډي توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت وښود.

نوموړي پر ۸۹ توپونو ۸۱ منډې وکړې چې ۳ شپږیزې او ۷ څلوریزې هم په کې شاملې دي.

له جاوید سره یوازې نجیب الله ځدران یو څه ملګرتیا وکړه چې په مټ یې افغانانو په ۴۵ اورونو کې ۱۸۰ منډې جوړې کړای شوې.

د ژر سوځېدو له امله افغان لوبډلې ۵ اورونه او ۴ توپونه ضایع کړل چې ښايي ۲۰-۲۵ نورې ارزښتناکې منډې یې پرې کړې وای.

د ایرلنډ له لورې ورو توپ اچونکي جورج ډاکرېل ۴ وېکټې واخیستې او یو ځل بیا د ورو بالرانو پر وړاندې د افغان توپوهونکو ستونزې ښکاره شوې.

په ځواب کې د ایرلنډ پیل هم ښه نه و او پر ۲۹ منډو یې ۳ وېکټې له لاسه ورکړې خو د تجربه لرونکي بیټسمین ایډ جایس د پنځوسیزې په مټ ایرلنډ تر ډېره پر لوبې برلاسی و.

په ۲۶ اور کې چې د ایرلنډ منډې له سلو اوختې وې، جاوید احمدي د جایس وېکټه واخیسته او د افغان لوبډلې د ګټې چانسونه یې ژوندي کړل.

خو پای کې د ایرلنډ توپوهونکو انډي بالبرین او الکس کوسک د ۵۲ منډو ملګرتیا وکړه او خپل لوبډله یې بریالۍ کړه.

افغانستان تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماته ورکړې وه.

افغانستان به خپله دریمه لوبه د سکاټلنډ پر وړاندې د اماراتو په ابوظبي لوبغالي کې د جنورۍ په ۱۴مه (چارشنبه) کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button