جنوبي افريقا لوبغاړي د کرېکټ تر ټولو تيزه سليزه جوړه کړه
لوبغاړي “اى بي ډي ويليرز” د کرېکټ د تاريخ دا تر ټولو تيزه سليزه د ويسټ انډيز پر ضد يوې ورځنۍ سيالۍ کې جوړه کړه.
نوموړي په ٣١ توپونو دا ريکارډ جو ړکړ.
ښاغلي ويليرز دغه راز په دې سيالۍ کې د ټولوتيزې ففټي يا پنځوسو رنزونو (منډو) جوړولو ريکارډ هم جوړ کړى دى.
ډي ويليرز په ننۍ سيالۍ کې په ټوليز ډول، په ٤٤ توپونو ١٤٩ رنزونه جوړ کړل.
له دې وړاندې د تر ټولو تيزې سينچرۍ ريکارډ د نيوز لينډ د کوري انډرسن او بيا له هغه وړاندې د پاکستان د شاهد افريدي وو، چې دواړو په ترتيب سره په ٣٦ او ٣٧ توپونو سليزې جوړې کړې وې.
کله چې ډي ويليرز نن په ٣١ توپونو سليزه ووهله د هغه او د مينه والو خوشحالي د کتو وه.
انډرسن د شاهد افريدي د ١٩٩٦ م کال ريکارډ تېر کال په جنورۍ کې ويسټ انډيز سره يوې ورځنۍ لوبې کې مات کړى وو.
د جنوبي افريقا ننۍ لوبه له دې پلوه هم ريکارډ جوړوونکې وه چې په لومړي ځل د يوۀ ټيم درې لوبغاړو يوې سيالۍ کې سليزې جوړې کړې.
د ٣٣٩ رنزونو جوړولو سره جنوبي افريقا د يو ورځنۍ لوبې تر ټولو زياتو رنزونو ريکارډ ماتولو کې يواځې څلور رنزونه پاتې راغلل.
د کرکټ نړيوالو يوې ورځنۍ لوبو کې تر ټولو زيات رنزونه سريلنکا د بنگله ديش پرضد ٢٠٠٦ کال جوړ کړي وو