دجانان خدرخیل تازه غزل
جانان خدرخیل
پاتې شوی یې ارمان درپسې مړ دی
یو ملنګ څیرې ګرېوان درپسې مړ دی
ستا د کور په خواکې، ستاسو په کوڅه کې
یو د ګل په شانتې ځوان درپسې مړ دی
د سپېڅلې پاکې مینې یو شهید دی
دلته پروت دی په میدان درپسې مړ دی
د اسمان په لور یې شونډې دي پرانستي
زوانیمرګ په یه قربان درپسې مړ دی
ستا په نوم یې آخري تکلُم کړی
ځکه داسې هک ـ حیران درپسې مړ دی
ستا په مینه کې یې ګوره ځان وژلی
اوس پرې وشینده ګلان درپسې مړ دی
پس له مرګه خو یې دا ارمان پوره کړه
پرې ورځوړند کړه پېزوان درپسې مړ دی
راشه ویې ګوره، راشه کبرجنې !!!
خدرخېل دی، ستا جانان درپسې مړ دی
ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
جلالکوټ / خپله مېنه