د کرنې او مالیې وړاندې شوي افغان وزیران له نوماندۍ تېر شوي

ښاغلي پوپل وړاندې د مالیې وزارت د مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو د مشر په توګه کار کړی خو ترڅنګ یې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ښې حکومتوالۍ په برخه کې سلاکار هم و.‌

د افغانستان مالیې وزارت ته نوماند وزیر جیلاني پوپل او کرنې وزارت ته کاندید یعقوب حیدري له کاندیداتورۍ تېر شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ښاغلی پوپل د یولړ شخصي مسائلو له کبله له کاندیداتورۍ تېر شوی دی.

ښاغلي پوپل وړاندې د مالیې وزارت د مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو د مشر په توګه کار کړی خو ترڅنګ یې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ښې حکومتوالۍ په برخه کې سلاکار هم و.‌

پوپل د افغان ملت ګوند مرستیال هم و.‌

ولسمشر ته نژدې سرچینه وايي، کرنې وزارت ته کاندید یعقوب حیدري هم له کاندیداتورۍ تېر شوی دی.‌

له دې مخکې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي و، د ښاغلي حیدري د قضیې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.

وروسته تر هغه چې د ښاغلي حیدري نوم د ملي یووالي حکومت د وړاندیز شوې کابینې په لست کې راغلی، د نړیوالو پولیسو (انټرپول) اعلان وکړ چې دوی ددغه سړي په لټه کې دي.

نړیوالو پولیسو ویلي، ښاغلی حیدري له مالیاتو تښتېدلی دی.

انټرپول وايي، ښاغلی حیدري په ۲۰۰۳ کال کې د استونیا له خوا لټول کېده، ‌ځکه چې له مالیو نه تښتېدلی و.

خو ښاغلي حیدري رسنیو ته وویل،‌ نوم یې ځکه د انټرپول په لست کې دی، چې یوه بل تن دده شرکت اخیستی او د شرکت اړونده مالیه یې نه ده ورکړې.‌

ارګ ته نژدې سرچینه وايي، په پام کې ده چې د ښاغلي پوپل پرځای مالیې وزارت ته واشنګټن کې افغان سفیر اکلیل حکیمي وړاندې شي.‌
انټرپول وايي، ښاغلی حیدري په ۲۰۰۳ کال کې د استونیا له خوا لټول کېده، ‌ځکه چې له مالیو نه تښتېدلی و.

د افغانستان د ملي یووالي دولت کابینه د ولسمشر اشرف غني د لوړې تر مراسمو څه باندې درې میاشتې وروسته معرفي شوه،‌ چې په راتلونکې سې شنبې به وړاندیز شوي وزیران ولسي جرګې ته د بااور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.
اکلیل حکیمي وړاندې امریکا کې د افغانستان سفیر و

په نوې کابینه کې ۱۳ وزیران،‌ چې ښاغلی پوپل هم پکې شامل و،‌ د ولسمشر او ۱۲ نور چې د بهرنیو او کورنیو چارو کاندید وزیران هم پکې شامل دي،‌ د اجراییوي مشر عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button