پېښور ښار کارخانو کې چاودنې ۱۰ کسان وژلي

عزم:(سه‌شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان پېښور ښار کارخانو کې د پولیسو پر پوسته یوه درنه چاودنه شوې.

خبر وایي ، د کارخانو مارکیټ سره چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ کسان ټپيان شوي دي .

د پاکستان ځینو رسنیو ویلي ، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

د کمپلیکس روغتون ډاګترانو رسنیو ته ویلي ، تر اوسه د چاودنې له زایه ۱۰ مړي او ۱۵ ټپيان ور وړل شوي دي .

امنیتي چارواکي وایي ، پلټنې روانې دي چې سیمه کې نور ماینونه نوي ځای پر ځای شوي.

عتیق شاه چې  د پېښور  حیات اباد د پولیسو مشر ده رسنیو ته ویلي، چاودنه د جمرود روډ سیمه کې د پولیسو د تلاشي سره نیږدې شوې.

عتیق شاه وایي ، په چاودنه کې د پولیسو مشر نواب خان او ۷ نور کسان وژل شوي دي.

د ۱۱ ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ شودل شوی .

د خیبر اینجسۍ استازي ( پولیټيکل ایجنټ ) شهاب علي شاه وایي ، د پولیسو مشر نواب خان ته مخکې هم ګواښونه شوي وو.

ځایي اوسیدونکي وایي ، سیمه کې اورلګیدو ځنې موټر او موټر سایکلونه هم سوځولي  دي.

امنیتي ځواکونو د تورخم لاره  د ترافیکو پر مخ تړلې.

اصف افغان

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button