افغان دولت په فاریاب کې زرګونه خیالي پولیسو ته معاش ورکوي

څیړنه ویسا ورځپاڼه

د فاریاب امنیه قوماندانۍ د ۳۶۲۹ تنو ملي پولیسو موجودیت تایید کړی، خو د کابلبانک معلومات ښيي، چې هره میاشت څه باندې ۶ زره پولیسو ته معاش لېږل کېږي

د دې ولايت د پښتون کوټ په ګلم باف سیمه کې ۳۷۰۰ میله نوې وسله د محلي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له خوا د دولت مخالفو وسله والو ته د پيسو په بدل كې ورکړل شوې

میمنه – د ازادي راډیو د یوه تحقیقي ريپوټ تازه موندنې ښيي، چې اوس مهال په فاریاب ولایت کې ۲۲ زره او پنځه سوه غیر مسوول وسله وال له خپلو وسلو سره لاس په ماشه دي.
یوې سرچينې، چې په ريپوټ کې یې د نوم د نه اخیستلو غوښته کړې ویلي دي، چې د فاریاب ولایت له امنیه قوماندانۍ سره له ۶ زرو ثبت شويو ملي پولیسو څخه څه باندې ۳ زره یې خیالي پولیس دي او د مرکزي دولت له لوري غیر حضوري پولیسو ته د اعاشې او میاشتني معاش د ورکولو ترڅنګ ۶ زره میله وسله هم وېشل شوې ده.
سرچينه زیاتوي، چې د فاریاب ولایت امنيه قوماندانۍ ورته د ۳۶۲۹ تنو ملي پولیسو موجودیت تایید کړی، خو له كابلبانکه ترلاسه شوي معلومات څرګندوي، چې هره میاشت څه باندې ۶ زره پولیسو ته معاش لېږل کېږي. دا تحقیقي ريپوټ ښيي، چې د غورماچ ولسوالۍ له امنیه قوماندانۍ سره د ۲۵۶ پولیسو نومونه راجستر دي، خو یوازې ۲۹ تنه په دې قوماندانۍ کې حضور لري.
سرچينه دا هم وايي، چې د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي دا وړتیا نه لري، چې د ۶۰۰۰ ملي پولیسو موجودیت ثابت کړي او آن د ۱۰۰۰ تنو ملي پولیسو شتون په یو وار سره نه شي تاییدولای.
د فاریاب ولایت د ناامنو سیمو اوسېدونکي هم د ملي پولیسو د نشتون او د هغوی د خیالي موجودیت په اړه اندېښنه څرګندوي. عنایت الله له همدې اوسېدونکو څخه د یوه کس مستعار نوم دی، هغه یې په اړه وايي: “په هر کلي کې چې پنځه پولیس موجود دي، برعکس بیا د ۱۵ کسانو نومونه یې پر ځای ثبت شوي دي، چې لس تنه نور یې اصلاً نه دي موجود، د خیالي پولیسو موجودیت رښتیا دی او حقیقت لري.” هاخوا بیا د فاریاب امنیه قوماندان سید اقا اندرابي د پولیسو په لیکو کې د ستونزو د موجودیت پخلی کوي، خو د خیالي پولیسو موجودیت نه مني.
نوموړى په دې اړه وايي: “هر چا چې په دې اړه خبرې کړي حقیقت نه لري، د خیالي پولیسو په اړه ستونزې حل شوي او مشکلات نه دي موجود، موږ هېڅ ستونزه نه لرو.”
د سرچينو د ريپوټونو پر بنسټ، د فاریاب ولایت د پښتون کوټ په ګلم باف سیمه کې ۳۷۰۰ میله نوې وسله د محلي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له خوا د دولت مخالفو وسله والو ته ورکړل شوې ده.
سرچينه وايي، قوماندان رحمت، قوماندان شمال، غلام سخي نوید او قادر سرحوض د محلي پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو وسله والو هغه مشران دي، چې په ګرزیوان ولسوالۍ او د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې د دولت نظامي امکانات، وسلې او د امنیتي ځواکونو د وسایطو تېل د پیسو په بدل کې طالب وسله والو ته خرڅوي.
د سرچينې د معلوماتو پر اساس، په فاریاب کې ولسي پاڅون کوونکي (غیر قانوني وسله وال) د دولت له اوپراتیفي بودیجې څخه هره میاشت ۴ زره افغانۍ او پر نورو مالي اسانتیاو سربېره جنګي امکانات هم ترلاسه کوي. د فاریاب ګڼ شمېر اوسېدونکي هم دا تاییدوي، چې سیمه يیز پولیس او ولسي وسله وال پاڅون کوونکي خپل جنګي امکانات او وسلې د پیسو په بدل کې په وسله والو طالبانو پلوري.
د هغوی په اند، مخكې طالبانو په فاریاب کې حتا سپکو وسلو ته لاسرسی نه درلود، خو اوس مهال د سیمه يیزو پولیسو او د ولسي وسله والو پاڅون کوونکو په مرسته نظامي ټانكونه لري، همدارنګه له سپکو او درنو وسلو سره د نا امنۍ د ودې په هڅه کې دي.
د فاریاب د ولایتي شورا مشر طاهر رحماني هم پر سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو (غیر قانوني وسله والو) د لګېدلو تورنو پخلى کوي او همدا کسان د نا امنۍ د زیاتوالي اساسي لامل بولي.
رحماني په دې نظر دی: “ټولې ستونزې سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو رامنځته کړې دي، موږ دا کسان ملي پولیسو ته جلب او جذبوو.”

څو میاشتې مخکې دحقوقو او عدالت په نامه يوې څېړنېزې ادارې په يوه تازه راپور کې ويلي وه چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ۱۳۰ زره خيالي سرتيري هم معاشونه اخلي.

دغې ادارې ويلي چې د افغانستان په امنيتي سرتېرو کې داسې سرتېري هم شته چې معاشونه يې شته خو سرتيري نه شته.

ددغې ادارې يوه مسؤل شمس الدين شمس په وینا چې د افغانستان په ۱۳ بېلابېلو ولايتونو کې له څېړنو او د ۱۵ ولايتونو له لوري د نامستقيمو مالوماتو پرمټ دغه راپور تيار شوی دی.

دنوموړي له قوله چې په دې ټولو ۲۸ ولايتونو کې يوازې ۲۲۲ زره سرتيري په خپلو دندو کې شته او ۱۳۰ زره نور يې په دندو کې نه شته خو معاش اخلي.

ښاغلي شمس ويلي چې دا تر ټولو ستر فساد دی خو دولتي چارواکي يې په له منځه وړلو نه دي توانيدلي.
نوموړي ويلي چې دغه خيالي سرتيري په ټولو امنيتي ادارو کې شته خو ډېره برخه يې په پوليسو کې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button