د غزني په شلګرکې اربکیانو عام خلک ډبولي

عزم : (جمعه، ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي ، نن ماښام ۷ بجې اربکیانو عام خلک سخت ډبولي. یو عیني شاهد محمد نظیر عزم ته وویل ، د اربکیانو په ډزو ۲ تنه سخت ژوبل شوي دي.
محمد نظیر وایي ، د کجیر کلي کې خلک په مسجد کې په لمانځه ولاړ وو چې اربکیانو ډزې شروع کړې.
دی وایي ، له دې وجې اربکیانو عام خلک ووهل چې تېره ورځ خلکو ددوی د ناوړه عملونو پر ضد لاریون کړی وو.
سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي
اصف افغان