قومندان مطیع الله څوک و او ولې ووژل شو ؟

زخمي افغان

خبر دی چې  د کابل ښارد شپږمې حوزې مربوط  د عليمردان په سیمه کې تېره شپه  په یوه فدایي برید کې د روزګان ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان وژل شوی دی .

مطیع الله خان د واکمن رژیم  په رسمي تشکیل کې د روزګان امنیه قومندان  بلل کیده، اما په نفس الامر کې دنوموړي  دنده ، صلاحیتونه  او کړنې تر امنیه قومندان څه بلکې تر والي  هم  پورته وې، مطیع الله خان  د ګوډاګي ملوک الطوایفي نظام تر سیوري لاندې په وروستیو کلونو کې د روزګان ولایت  محلي  دیکتاتور یا ټولواک و ، چې  په مظلومو هیوادوالو یي د خپل جاهلانه او ظالمانه مزاج سره سم راج چلاوو، نوموړی د نورو محلي ګوډاګیو  ټوالواکانو غوندې  د یرغلګرو یو تر ټولو باوري او لومړی لاس  ګوډاګی و چې دادی  تیره شپه د هستۍ له صفحې محو شو .

کومندان مطیع الله  له نن شاوخوا  ۴۵ کاله وړاندې  د روزګان ولایت د مرکز تیرین کوټ په توري سیمه کې زیږیدلی،نوموړی بې تعلیمه او بې روزګاره ستر شو او کله چې د امریکایانو له راتګ سره د نوموړي یو قریب جان محمدخان د امریکایانو سره د مرستې په بدله کې د روزګان والي وټاکل شو،مطیع الله  چې د جان محمد خان  د عملیاتي لاس  حیثیت یي  درلود همدغه مهال مطرح  او مشهور شو، نوموړي د امریکایانو په هراړخیزه مرسته او تمویل له محلي پخوانیو ټوپکیانو څخه ملیشه جوړه کړه تر څو په روزګان کې د یرغلګرو لپاره  د مقدمة الجیش رول ولوبوي .

د یرغل په لومړیو کلونو کې  چې د روزګان ولایت په  چوره ، لنګر، مراباد، خاص روزګان او د مرکز تیرین کوټ په مربوطاتو کې څومره عملیات ترسره کیدل، مطیع الله  یي د لومړۍ لیکې جنګیالی و، دغه مهال نوموړی او ټوپکي ملګري یې له امریکایانو  سره په  یوه ټانګ او چورلکه سپاره  د پتمنو افغانانو په  کورونو ورختل، په کلیو او عامه میشت سیمو کې یي د طالبانو دپلټلو په نامه عملیات ترسره کول، د  خلکو دروازې یي ورماتولې او چې چاته به یې خوښه شوه د طالب او القاعده په نوم یي په امریکایي زولنو تړلي  بګرام او کیوبا ته لیږل .

د یرغل د لومړنیو کلونو په  مهال چې په اکثره سیمو کې منظم دولتي  تشکیلات نه وه او دمطیع الله  غوندې اجیر ټوپکیان له یرغلګرو سره  د لنډمهاله قراردیانو په حیث  لګیدلي و، مطیع الله  او ملګرو یي  له امریکایي زور او پیسو نه په استفاده د روزګان په خلکو سخت ظلمونه ترسره کړل ، چې ورسره نوموړی د خلکو ترمنځ د یوه وحشي او ظالم ټوپکمار په حیث مشهور شو، خو له امریکایانو سره یي د مخلصانه خدمت  له امله اړیکې دومره تودې شوې، چې یرغلګرو  دمرګ تر نیټې  د روزګان سیمه  نوموړي ته وبښله  چې بیا ورباندې هیڅ والي  یا بل چارواکي دده له خوښې پرته حکومت ونه کړای شو .

د یرغل له لومړیو کلونو وروسته چې کله د کندهار په شمالي ولسوالیو کې جهادي عملیاتو زور واخیست او د یرغلګرو اکمالاتي کتارونه  له  بریدونو سره مخامخ شول،  امریکایانو مطیع الله  ته د کنډک شاهراه په نوم یو ځانګړی کنډک ورجوړ کړ چې نوموړی یي د قومندان په حیث وټاکل شو، وروسته چې د شخصي امنیتي کمپنیو بازار ګرم شو، او له کرزي نیولې تر رحیم وردګ پورې  د ټولو لوړپوړو چارواکو خپلوانو  شخصي امنیتي کمپنۍ جوړې کړې، مطیع الله  خان هم  د والي جان محمد د قریب په  حیث د   عملیاتي ریزرف قطعې په نامه یوه شخصي امنیتي کمپنۍ جوړه کړه او له کندهاره بیا تر روزګان پورې  لاره باندې د یرغلګرو د اکمالاتي کتارونو دامنیت ساتلو مسؤلیت یي په غاړه واخیست .

د شخصي امنیتي کمپنیو  اصلي موخه د اکمالاتي کتارونو  ساتل بلل کیدل، خو تر دې عنوان لاندې دې کمپنیو، د قاچاق، اختطاف، داړه مارۍ، غلا او باجګیرۍ غوندې  ګڼ نور  جنایات هم ترسره کول، مطیع الله  د کلیدګروپ له یوه خبریال سره په مرکه کې ویلي و، چې  په داخله وزارت کې دنوموړي  د کمپنۍ د څه باندې شپږ سوه کسانو نومونه ثبت دي، خو په حقیقت کې دده  د شخصي ټوپکیانو شمیر تر دری زره هم زیات دی .

په دې موده کې د مطیع الله  سراېله  سیکورټیانو په خلاص مټ د کندهار  او روزګان په لاره  د ډول ډول جنایاتو لړۍ پیل کړه، دوی نه یوازې په سیار شکل له امریکایي کتارونو سره تګ او راتګ کاوو، بلکې له روزګان څخه د کندهار په خوا یي د شهیدان، سرخو بیګ، تناوچي،یلبکان، باختوګانو  او بوره ګان په  سیمه کې پوستې هم درلودې ، دغه راز یي له ترین کوت څخه د دهراوت تر کوتل مورچې پورې ، د چورې تر ولسوالۍ او د چینارتو ولسوالۍ د شپلخې  ترسیمې یي هم پوستې درلودې چې په محلي خلکو یي ځمکه  دوزخ کړې  وه .

شاوخوا پنخه کاله وړاندې  مطیع الله  د روزګان د امنیه قومندان په حیث وټاکل شو، نوموړی که څه هم  په نامه امنیه قومندان  و خو په واقعیت کې یي په روزګان کې د عام و تام  واکمن  حیثیت درلود، چې  له والي نیولې بیا تر کرزي ورباندې  د چا زور نه رسید، ځکه نوموړی دکرزي لخوا نه بلکې دامریکایانو او استرالیایانو لخوا نصب شوی و،  او له یرغلګرو سره یي خورا ژورې اړیکي درلودې.

له خارجي یرغلګرو سره دنوموړي د نږدیکت  یو مثال دادی چې کله د جهادي عملیاتو د ډیریدو په مهال امریکایانو د چاپو اچولو او شپنیو عملیاتو لړۍ پیل کړه  او ددې  ظالمانه  عملیاتو لپاره یي د بلیک واټر، سپیشل فورس، مرین خواکونو او په نورو نومونو ځانګړي  غیرمعمولي  ځواکونه افغانستان ته راوستل، په ځینو سیمو کې یي  خپل افغاني اجیران هم د بلیک واټر د وحشیانو غوندې وروزل تر څو له  خارجیانو سره د هغوی  په یونیفورم کې په  چاپو کې برخه واخلي، دغه مهال مطیع الله  د خپلو ټوپکیانو له منځه ۳۰۰ تنه  امریکایانو ته  وسپارل چې هغوی ترې په شپنیو عملیاتو کې په روزګان، زابل او کندهار ولایاتو کې داجرتي قاتلانو په حیث استفاده کوله .

په روزګان کې د نوموړي دواکمنۍ مثال داسې و لکه په کندهار کې د جنرال رازق واکمني، مطیع الله هم شخصي موازي تشکیلات لرل، چې دخپل شخصي بانډ نه په استفاده یي خلک نیول، شکنجه کول او له منځه وړل.

د روزګان یواوسیدونکی چې ډیر وخت یي د مطیع الله  په شخصي زندان  کانتینر کې تیر کړی دی، وایي چې هلته یي نور زندانیان هم لیدلي چې راوړل کیدل، مګر وروسته د هغو توقیف شویو کسانو د ژوند او مرګ هیڅ درګ نه دی لګیدلی، له دې څخه معلومیږي ، چې مطیع الله  هم د جنرال رازق غوندې  ډیر افغانان تر تورو خاورو لاندې ورک کړي دي .

مطیع الله نه یوازې د طالبانو او دولت د مخالفینو په نامه خلک وژل  او شکنجه کول ، بلکې ګڼ شمیر حکومتي سیالان چې نوموړي ترې خطر محسوساوو نوموړي په مرموز ډول له منځه وړي،د مطیع الله په ځانګړیو جاسوسانو او قاتلو ملګرو باندې وړ م کال  په روزګان کې فدایي برید ترسره شو چې لسګونه نږدې ملګري یي په کې له ختم شول،د  مطیع الله  شتون په روزګان کې  د یوه سرطاني جاني جراثیم حیثیت درلود چې نه یوازې یي د کفري یرغلګرو لپاره  مزدوري او جاسوسي کوله بلکې په مؤمن اولس یي هم د ژوند ماحول تنور کړی و،له همدې امله نوموړی د مجاهدینو د بریدونو یو مهم هدف و چې څو ځله تر مرګونو بریدونو لاندې راغلی و  د نوموړي له منځه تلل له شک پرته د یرغلګرو  او د هغوی د جاسوسانو لپاره  لوی ماتم او د  اشغال ځپلي اولس لپاره لوی زیری دی .

نابود دي وي د کافرو ګوډاګیان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button