کابل : قهرجنو کسانو یوه ښځه په اور وسوځوله
له کابل نه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي نن مازدیګر مهال دشاه دوشمشیره په سیمه کې وروسته له هغه دعامو خلګو له لوري ووژل شوه چې دقران کریم یوې نسخې ته یې اور ورکړ.
خبر زیاتوي یوه ښځه چې ۳۰ کلنه معلومیده د شاه دوشمشیره مسجد مخې ته دقران عظیم الشان یوې نسخې ته اور ورکړ چې وروسته په سیمه کې میشتو کسانو چې لرګي او ډبرې یې په لاسو کې وي په ښځه حمله وکړه ، ترهغو یې وډبوله چې ووژل شوه ، خبر زیاتوي له وژل کیدو وروسته دنوموړې جسد دعامو خلګو له لوري په اور وسوځول شو او دکابل سیند ته یې وغورځاوه.
د کابل امنیتي پولیسو وويل چې دوي دپیښې پر مهال دقهرجنو خلګو مخه ونه نیول شوای، سیمې ته د کومکي ځواک تر راسیدو وړاندې قران سوځونکې ښځه دخلګو له لوري وژل شوې وه.
ځینو کړیو له پیښې وروسته ویلي چې دقران شریف سوځونکې ښځې روغتیا یي حالت ښه نه وو او رواني ستونزه یې درلوده ولي په سیمه کې عیني شاهدانو چې دا صحنه یې له نژدې لیدلې وه ویلي چې ، وژل شوې ښځې دا کار قصدا وکړ او هغه مهال پرې د رواني ستونزې هیڅ اثرات نه معلومیدل.
احمدبشار