هغه درواغ چې ډیری وخت یې ځان ته وایو

_ زه مې د تېر ژوند قرباني یم!
تاسو د تېر ژوند قرباني نه یاست؛ خو د دې خبرو له امله مو د اوسمهال قرباني کېدلای شئ. ستاسو تېرې کړنې پر اوسني ژوند اغېز کولای شي؛ خو د تېر ژوند د تېرو کړنو بې کچې تحلیل او سپړنه ستاسو د نویو تېروتنو لامل کېږي.
_که هغه پلانی شی ولرم، ځتي خوشحاله یم!
خوښي صرف ځینو شیانو ته په رسېدو نه ترلاسه کېږي. دا احساسات لنډمهالي او تېرېدونکي دي. رښتینې خوښي د یوې مهمې موخې په لاره کې نغښتې.
_دا کار به وروسته وکړم!
موږ هېڅوخت نه پوهېږو څومره وخت راسره شته. ښایي داسې ورځ راشي چې له خوبه پاڅېږئ او ووینئ چې د هغو چارو لپاره وخت نه دی پاتې چې غوښتل مو ویې کړئ. که د مناسبې شېبې په تمه یاست او غواړئ هر څه د ډاډ وړ شي، پر دې پوه شئ چې دا شېبه هېڅکله نه راځي.
_هېڅوک ما نشي درک کولای:
یوازې تاسو نه، د نړۍ ډېری وګړي پر همدې اند دي. یوازې پر دې دلیل چې نور خلک درسره موافق نه دي، دا مه وایاست چې ما نه درک کوي. بېل شخصیت لرل ښه دي. ځینې وخت د داسې کس خبرو ته غوږ ایښودل چې متفاوت فکر لري، تاسو سره مرسته کوي څو ځان لا ښه درک کړئ.
ژباړه: م. ناصري