بلخ، دځمکو په سر دزورواکانو جګړې ۵۰ تنه ټپیان کړي

دمزارشریف ښار په جنوب کي دځمکو په سر دزورواکانو ترمنځ دجګړې په ترڅ کي ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي، چي دمزار شریف ښار ته څېرمه دشادیان په دښته کي د۵۰۰ جريبه ځمکي په سر جګړه شوې ده.
په دغه جګړه کي دسیالو ډلو شاوخوا ۳۰۰۰ تنو له وسلو او نورو اوزارو سره په جګړه کي برخه لرله، چي په ترڅ کي يې ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.
ویل شوي، چي ځیني کسان په ډزو او ځيني نور په چاقوګانو، کولنګونو او بېلچو ټپیان شوي دي.
دبلخ دولایتي شورا رئيس محمدابراهیم خیراندېش و یلي، چي سیمي ته یې پولیس ليږلي دي او اوس يې دجګړې مخه نیولې ده.
راپورونه وايي، چي اوس مهال دجګړې سيمه دپولیسو له لوري کلابنده ده او خبریالانو او نورو خلکو ته اجازه نه ورکوي، چي دپيښي ځای ته ورشي.
دسیمي خلکو ویلي، چي دواړه لوري ددغې ځمکي دملکیت دعوه کوي او له امله يې جګړه ترمنځ پېښه شوې ده.
عادل خپلواک