دایکندي، دترافيکي پيښي په ترڅ کي ۳ پولیس وژل شوي، دوه ټپیان دي

په دایکندي ولایت کي دپولیسو یو موټر درې ته لوېدلی دی، چي په ترڅ کي یې ۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددايکندي امنیه قومندان جمعه ګلدی یاردم ویلي، چي دپولیسو یو رنجر موټر له سړک څخه وتلی او درې ته لوېدلی دی، چي په ترڅ کي یې درې پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
له پيښي وروسته ټپيان ددایکندي ولایتي روغتون ته ليږدول شوي دي او ټپونه يې ژور ښودل شوي دي.
ددغې ترافيکي پيښي لامل درنجر چلونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
یاردم ویلي، چي دا رنجر موټر دمیرامور ولسوالۍ دامنیه قومندانۍ مربوط وو، چي ددایکندي دمرکز په لوري روان وو.
په دایکندي ولایت کي دسړکونو دخرابوالي او دموټر چلونکو دبې احتیاطي له امله کله کله دې ته ورته پيښي رامنځ ته کیږي.
دیادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي په دایکندي ولایت کي دوسله والو طالبانو بریدونه هم زیات شوي دي، چي پولیسو ته پکي زياته مرګ ژوبله اوړي.
عادل خپلواک