دولسي جرګې لومړی مرستیال او غړي له بریده روغ وتلي

دکابل – جلال اباد په لويه لاره دسروبي ولسوالۍ په اړونده سیمه کي دولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر او دولسي جرګې دوه غړي حضرت علی او ميرویس یاسیني له یوه وسله وال برید څخه روغ وتلي دي.

ظاهر قدیر، حضرت علی او میرویس ياسيني دجلال اباد دپيښي دڅېړلو لپاره ددغه ولایت په لوري روان وو، چي دوسله والو په یوه کمین کي وختل.

دولسي جرګې تلويزون ویلي، چي له برید څخه ظاهر قدیر او دوه نور وکيلان روغ وتلي دي او هیڅ زیان ورته رسېدلی نه دی.

دجلال اباد دتیري ورځي په چاودنه کي ۳۵ تنه ووژل شول، چي زیاته برخه يې ولسي وګړي وو او تر۱۰۰ زیات کسان ټپیان شول.

دجلال اباد دتیري ورځي چاودنه دګډ حکومت لومړي مشر اشرف غنی او ملګرو ملتونو  غندلې ده.

طالبان چي په بهرنیو پوځیانو او داخلي عسکرو زیات بریدونه ترسره کوي او دهیواد زیاته برخه یې په ولکه کي ده دجلال اباد دتیري ورځي چاودنه يې له دې امله غندلې ده، چي په دغې چاودنه کي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغې چاودني پړه دخراسان په نوم دداعش دډلي اړوندو وسله والو په غاړه اخیستې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!