پرون او نن …

لیکوال: رحیم بریال
له نن نه دیارلس کاله وړاندې مې نیکه راته ویل چې بچیه ..! تاسو (طالبان) ساده او ددونیا له معاصر (ماډرن) سیاسته ډېر وروسته پاتې او ناخبره یئ !
تاسو خپل سرونه له غرونوسره جنګوئ
تاسو د نړی له یوه زبرځواک او مغرور قوت سره لاس وګریوان یئ
تاسو نشی کولای چې دافغان ولس نماینده ګي وکړی
تاسو ددې پرځای چې د ولس زړونه خپل کړی برعکس پرخپلو کړنو د ولس او ستاسو ترمنځ فاصلې ته په لوی لاس لمن وهئ.
سمه ده، یو څه دځمکې ټوټه به کالونه وروسته په ډېرو سرښندنو تر خپل واک لاندې راولی خو ساتلی یې نشئ، که ویې هم ساتی خو په خلکو حکومت نشی کولای، لنډه دا چې ویل به یې چې ښارونه خو به فتحه کړی خو د خلکو زړونه نه شئ فتحه کولای !!!
دلیل یې دا و چې تاسو تېز یئ، ددوښمن پر وړاندې د وسایلو له نه شتون سره مخ یئ، تش لاس له دوښمن سره ډغرې وهئ او بلاخره له نړیوال سیاسته خو له سره اګاه نه یئ.
دا او دېته ورته خبرې به مې نورو مجالسو کې هم تر غوږو تېریدې.
نیکه مې الحاج جنت خان نومیده، چې د مور له اړخه مې دخپلولی اړیکې ورسره وې، دڅمکنیو دلوی قوم مشري یې په غاړه لرله، په هره قومي شخړه او ستونزه کې به دده پرېکړې ته ځانګړی ارزښت ورکول کیده، دخپل رسوخ، شهرت او بلاغت له وجې یې په ګردېز، لوګر او خوست کې هم وړو او زړو ته ځان ورپېژندلی و.
دخارجي اشغالګرو په راتګ یې له ګوډاګي ریژیم سره پراخه اړیکې لرلې، حتا تردې چې په وروستیو کې دقباییلو په برخه کې دکرزي د ځانګړي مشاور په سترګه ورته کتل کیدل.
یو وخت و چې همدا خوارکی لمسی یې خارجي دوستانو ژک ژوندی له کوره ورک کړ، د ډېرو منډو ترړو، هلو ځلو او ملاقاتونو وروسته هېڅ په لاس ورنغلل، له خپل روحاني مشر( رهبر) پير سیداحمد ګیلاني نیولي تر مجددي او کرزي او آن د میشتو خارجي ځواکونو ځانګړي قوماندان پورې …د ټولوپه خوله همدا یو ځواب وو چې، که دې لمسی بې ګنا ثابت شو ډېر زر به یې کورته درواستوو، خو نه، نه یې پرخبره چا غوږ وګراوه او نه یې چا دومره اوږدو قربانیو ته څه ارزښت ورکړ.
عمر خوړلی بوډا، ستړی ستومان، ناامید او مات زړه کورته راستون شو، بوډۍ انا مې وایې چې په جای نماز کیناست رب ته یې سجده ولګوله ویې ویل چې الهي مونږ مجرمین یو او ستا پروړاندې پخپلې تېروتنې ښکاره اعتراف کوم او دحشر پرلویه او سخته ورځ به مې خپل لمسي ته سترګې پورته ونه نیولی شم، که دې تېر اشتباهات او تېروتنې راونه بخښلې، ځکه ددې دولت په جوړیدو کې دپکتیا په سطحه تر ټولو زیاته ونډه ما اخیستي، ډېرې منډې ترړې مې د پراخ بنسټه حکومت لپاره وهلي، خو نن یې پایله دا شوه چې یولمسی مې هم ازاد نشو کړای، کچېرې بالفرض زما لمسی مجرم هم وای نو دولت مې باید تېر خدمت ته په کتو دا هر څه شاته غورځولي وای خو دوی مې په خوله تریخ پیاز هم ونه خوړ.
الهي ! که مې د ژوندانه دا پاتې یو څو ورځې ستا لپاره نه وي او نشم کولای چې ولس ته رښتینۍ خدمت وکړای شم نو ته مې داسې حال کې له دونیا واخله چې ته رانه راضي وې او په تېرو اشتباهاتو مې دعفوې قلم کش کړې، که مې بیا هم د ژوند خواړه او اوبه پاتې وي، راتلونکې کې کلکه ژمنه کوم چې نور به د دې پردې پال او لاسپوڅي حکومت نوم هم په خوله وانخلم.
انا مې وایې چې ما مې عمرخوړلي سپین ږیري خاوند ته ډاډ ورکاوه، بالخت مې ورته برابر کړ، اوښکې مې ورپاکې کړې خو ده وروستۍ دشهادت کلیمه تکراروله بلاخره له او ښکو ډکو سترګو سره یو ځای، ګیلمن له دونیا لاړو.
رابه شو نن ته !
له حالاتو مرور نیکه مې په داغلي زړه له دونیا کډه وکړه، خو الحمدلله حالاتو ته په کتو سره په ټول هیواد کې اویا سلنه د واک واګي د هیواد اصیلو بچیانو په لاس کې دي، نه یواځې دا چې مغرور دوښمن یې په سپین ډګر له شرموونکي ماتې سره مخ او په ګونډو کړی، بلکې ولسي پراخ ملاتړ هم له ځانه سره لري.
هغه چې ویل کیدل (له اشغالګرو سره مبارزه دغرونو سره دسر جنګولو په معنا ده) نړیوالو ته هم ثابته شوي چې روان سپیڅلی مقاومت یو نا ماتیدونکی قوت دی.
هغه چې د ډېرو په خولو به ترډېره دا بابولالې غږول کېدې چې طالب او ملا له سیاسته ناخبر دی، آرګ هم په رسمي توګه اعلان کړه چې په رسنیز ډګر کې مو فېسبوکي فعالان ستر سرخوږی جوړ شوی.
هغه چې د ولس زړونه فتح کول ډېرو ته محال ښکاریدل، نن ټولوته د لمر په شان ښکاره ده چې ولس د پردیپال او دوه سري نظام پرځای خپل حقوقي مسایل چاته وړاندې کوي؟
ولس چې د دوه سري ړچیدلي نظامه ترپوزې راغلی په جار جار دا ارمان کوي چې کاش یو ځل بیا دهغو ځوانانو نظام راغلی وای کوم چې له هر ډول قومي تبعیض، نفاق او قوم پرستۍ څخه پاک سوچه او پر امنه اسلامي نظام و.
د ازادی راډیو د ټولپوښتنې په پایله کې ټول ولس ته په ډانګ پېیلي جوته شوه چې ددې خوارو، مظلومو او جنګ ځپلو افغانانو په زړونو کې څوګ ځای لري او چاته رایه ورکوي؟؟
خو ښکاره خبره ده چې شته پردي پال نظام په ټولو افغانانو په زور تحمیل شوی او دافغانانو په تاریخ کې تر ټولو منفور او د کرکې وړ نظام دی او بس.
په هیواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام په هیله!