د کابينې تکميل به مديريتي خلا رفع کړای شي؟(مطبوعاتو ته لنډه کتنه)

لیکوال: وحيد عزم

د حکومت له پيل څخه راشروع، په تېره اونۍ او د دې هفتې په پيل کې د ګډ حکومت په منځ او د هيواد په بيلابيلو سيمو کې لويي پېښي هغه څه دي چې د ورځپاڼو سرټکي يې جوړ کړي او مقالې پرې ليکل شوي دي، د حکومت له وجود سره سم د دوو رهبرانو تر منځ اختلافات، په تېره هفته کې د بدخشان اوږدې نښتې او د دغې اونۍ په سر کې د جلال اباد چاودنه او د باور رايو له امتحانه په بريا سره د نومول شويو وزيرانو وتل دي، ورځپاڼي په دې پيښو غږېدلي دي.

ويسا :

ويسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ولي هره ورځ د نويو پېښو شاهدان يو؟، اخر دا ډيره عجيبه نه ده چې له نړيوالې ټولنې سره ستراتيژيکه او امنيتي ملګرتيا لرو خو بيا خواشينونکي پېښي مشاهده کوو.

ډاکټر اشرف غني پرون په بدخشان کې خلکو ته ويلي وو چې ستونزي ورته په ميراث پاتې دي، د سرمقالې ليکوال ترې پوښتنه کوي چې بيا نو ولس ته ستاسي د ورکړو ژمنو ځواب څه دی، بهرنيانو ته د يو طرفه امتيازونو ګټه مو ولس ته څه ده، که بهرني ځواکونه په هيواد کې اډې لري او له ګاونډيانو سره د ښو اړيکو د نوي پړاو دعوه دار يو، خو بيا هم زمونږ امنيت تضمين نه وي او ولس مو لا په مرګونو محکوم وي، د دې معنا دا ده چې موږ هم نړيوالې ټولنې او هم ګاونډيو ته مفت امتياز وركړى دى.

د سرمقالې ليکوال وايي چې که زموږ ولس خپل دوستان او رقيبان وپېژني دا ورته لويه خبره ده.

سخن جديد :

دغه ورځپاڼه په سخن اول کې د ګډ حکومت د ادارې په اختلافاتو غږېدلې او ويلي يې دي چې له يو بحرانه تېرېدونکې ده.

د ليکوال په اند د ګډ حکومت اداره  په خپل ترکيب کې له څو مسئلو سره مخ ده، لومړی دا چې خپل فعلي قدرت وساتلای شي، يعني عبدالله او غني ته چې کوم په دې سره متفق شي چې کوم مسؤليتونه په شوي تفاهم کې ورته سپارل شوي، هغه په خپل قوت پاتې شي، دوهم د طالبانو موضوع ده، داسي ښکاري چې د افغانستان په حاکميت کې دې موضوع ته تمایل شته چې له طالبانو سره د مصالحت خبري وشي، دريم نړيوال او سيمه ييز روابط دي چې په څه ډول وساتل شي، دا هم د ګډ حکومت په منځ کې له اختلافي نقطو شمارل کېږي چې په نژدې شپو کې د يمن په موضوع کې راښکاره شوه، ممکن په نورو حوزو کې هم تبارز وکړي.

د ليکوال له نظره په مجموع کې هر دوه حکومتي رهبران چې مختلف نظرونه لري، نشي کولای په بېلابېلو حوزو او زمانو کې د حکومت په يوازينۍ تګلاره کامل توافق  وکړي او په ملي منافعو فکر وکړي، له دې بحران څخه عبور به شايد سخت وي چې د نه موافقې په صورت کې به ولس د سياسي او شخصي دوه طرفه منافعو قرباني شي.

جامعه باز :

دې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د جلال اباد او نورو لنډو تېرو شويو پېښو ته په کتو ويره ښکاره کړې چې د خلکو کې نارضایتی او ناخوښی اوج ته رسیدلې که حکومت او خپله اشرف غنی عاجل لاس په کار نشی او د ستونزو په وړاندې همداسې انفعالی سیاست ولری، د خلکو او دولت ترمنځ به فاصله دې حد ته ورسیږی چې حکومت به په منډه هم ور ونه رسیږی، بیا به سیاسی مشران لاسونه مروړی خو هیڅ به یې له واکه پوره نه وي.

د سرمقالې ليکوال له دې سره سره چې د حکومت په بلواکي او بې صلاحيتي خبر دی، په حکومت غږ کړی چې ځان ته ټکان ورکړی او له خپل واک او صلاحیت نه په کار اخيستلو دې ژر تر ژره د خپلې امنیتي ستراتیژي او پلان سره سم امنیتي چارواکي وګوماري او  له دغه ډول ناوړه پېښو سره د مبارزې لپاره دې ټولې امنیتي ادارې چمتو  کړي.

اطلاعات روز :

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل ياد داشت روز کې پوښتنه کړې چې ايا د کابينې تکميل به د حکومت په منځ کې مديريتي خلا رفع کړای شي؟، د ليکوال په نظر له دې وړاندي چې سرپرستان معرفي شوي وو هم يې واک او صلاحيت له دوو رهبرانو سره وو چې په شپږ و مياشتو کې يې هيڅ هم ونکړای شول او اوس هم چې وزيران تائيد شول په قراردادي او عزل و نصب برخه کې به د صلاحيتونو له فقدان سره مخ وي.

تر اوسه ډيري چوکۍ پاتې دي چې سرپرستان پرې ناست دي، دا هم ډير وخت غواړي او ډير اختلاف به پکې تيريږي، اوس به واليان، مستقل رئيسان، د سترې محکمې رئيس او اعضاء او نور بلند پايه مسؤلين معرفي کېږي بيا به له مديرتي خلا وځي.

د ليکوال په اند وکيلان د ع او غ له دې اوږدې او خسته کونکې بازۍ نه ستړي شوي وو او له دې ويري يې وزيرانو ته د باور رايي ورکړې چې دا بازي نوره اوږده نشي، دوی په دې سره نه يوازي پيشنهاد شوي کسان تائيد کړل بلکه د ملي يووالي له حکومت سره يې هم لوی کومک وکړ او نيمګړی سامان يې ورپوره کړ، ليکوال وايي چې نمائنده ګان نور له دې پروسې بيزاره وو؛ ځکه يې نومول شويو وزيرانو ته يوازي د شخصيتي تفاوت په بنا د اعتماد رايه ورکړه، که په دې وضعيت کې د نويو په ليست کې زاړه رد شوي راغلي وای هم به يې د وکيلانو له ستړيا ګټه اخيستي او رايه به يې ترلاسه کړې وای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button