هلمند په لومړۍ امنیتي حوزه کې جګړې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
دریم تعقیب/ د هلمند مرکز د لښکرګاه ښار به اوله امنیتي حوزه کې پیل شوې جګړه تر دې مهاله لا دوام لري، وروستي ترلاسه شوي معلومات ښه یې دا مهال یو سرتیری بریدګر په جګړه بوخت دي او مقاومت کوي. په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوې په جګړه کې تر دې مهاله ۱۲ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
ـــــــــــــــ
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې په لومړۍ امنیتي حوزه باندي په ترسره شوې جګړه کې ځاني او مالي تلفات اوښتي
نن ماښام شاوخوا اوه بجې دلښکرګاه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه باندي سرتيري بریدونه پیل شول دیادي حوزې امیر جان آغا داوري وایي بریدګر ټول پنځه تنه دي ، او تر دې مهاله په جګړه کې څلور پولیس ټپيان شوي دي
جان آغا داوري دغه راز زیاتوي چې برید ګر داربکیانو له دریشي څخه په استفاده توانېدلي دي ترڅو حوزې ته ننوزي
طالبانو دیاد برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، دبرید په اړه دنورجزئیاتو لپاره له عزم سره واوسئ
جاوید احمد